اسلام آباد ۔ 25 فروری (اے پی پی) د بهرنيو جارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي له پلوامه پېښی پرته سوئيلي آسيا كښې د امن وضعه زياته پېچلې شوې ده۔ پاكستان په سوليزه ګاونډيتوب او سيمه ايز امن باور لري۔ پاكستان د بشپړې ذمه وارۍ څرګندونې كولو سره له هند نه شواهد غوښتي دي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير تاروكونو او د المان خارجه وزير هيكو ماس سره د تېلېفوني تماس نيولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ خپل جاپاني همڅنګ سره خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جاپان خپلې دورې ځڼدولو سبب څخه خبر كړو۔ ده ووئيل تېر كال د جاپان د اعلی شخصياتو د پاكستان پرله پسې دورو سره د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكې قوي كېدو له مرسته تر لاسه شوې وه او اوس ستاسو په بلنه زه هم د فرورۍ په 24 مه نېټه جاپان ته په درتلونكې ووم ولې د بده مرغه د پلوامه پېښې څخه وروستو په سوئيلي آسيا كښې د امن وضعه تر ډېره حده پېچلې شوې ده۔ دغسې په جموں وكشمير كښې صورتحال ډېر ناوړه شوې۔ خارجه وزیر ووئيل ما د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته خط ليكلې كوم كښې مې چې هغه ته د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو له د خپل كردار ترسره كولو وئيلي دي او دغسې جاپان سره هم په دې اړه خبره شوې ده۔ ده ووئېل په دې نازك صورتحال كښې هېواد كښې زما موجودګي ضروري ده هم دغه سبب دے چې ما د جاپان خپله دوره وځنډوله۔ د تېلېفوني تماس په مهال دواړه خارجه وزيران دې ته خبرې ته صلا شول چې په مشاورت سره به زر تر زره د جاپان دورې له نوې نېټه وټاكلې شي۔ د جاپان خارجه وزير خپل پاكستاني همڅنګ سره خبرو كښې ووئيل د جاپان دورې په مهال به د هغه ملاقات د جاپان وزيراعظم سره وكړې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د المان خارجه وزير سره هم ټېلېفوني تماس ونيولو۔ خارجه وزير خپل المانې همڅنګ د پلوامې پېښې څخه وروستو منطقه كښې د امن وضعې څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د هند د بې بنسټه تورونو او جارحانه بيانونو باوجود پاكستان د زياتې ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره هند څخه شواهد غوښتي او د پلوامه پېښې پلټنيو له ئې ورته د بشپړه مرستې پېشكش كړې۔ ده ووئيل پاكستان په سوليزه ګاونډيتوب او سيمه ايز امن باور لري۔ خارجه وزير خپل همڅنګ مقبوضه كشمير كښې د پلوامه پېښې څخه وروستو د بشري حقونو ناوړه صورتحال څخه هم خبر كړو۔دغسې دواړو لارښودو د پاكستان او المان ترمينځھ د اړيكو په موجوده نوعيت د اطمينان څرګندونه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Pakistan can reduce poverty through e-commerce: experts
-
Press clubs play pivotal role in affairs of journalists: Farrukh
-
‘Establishment did not ask me to take a way out’, says PM Imran Khan
-
Minister inaugurates development plan for housing schemes
-
Pakistanis martyred in Congo chopper crash are ‘valiant heroes’
-
Khan’s gambit
-
Pakistan has become economic hub, focusing on connectivity: Prof Cheng
-
Accountability Court convicts two outlaws in housing scheme scam, fined Rs 120 mln
-
Development work on Karachi roads reviewed
-
World must notice burning of Muslim’s homes in Rajasthan
-
Hassan Ali is having a bad time, says Babar Azam
-
ECP accepts PTI losing candidate’s writ petition