اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ مقبوضه كشمير كښې د خپلواكۍ حق لپاره هلو ځلو كوونكو كشميريانو باندې د هندي ظلم او په هند كښې كشميريانو زده كوونكو په نښه كولو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړی دې ۔په قرارداد كښې وئېلي شوي هند دې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د بشري حقونو نړيوال قوانين پاسداري وكړي٬هند دې پھ مقبوضه كشمير كښې پھ سمدستي توګه بشري حقونو ته د زيان رسولو لړۍ بنده كړي او د جمو كشمير په اړه دې د ملګرو ملتونو په هغو قرادادونو عمل وكړي كومو كښې چې د جمو كشمير اولس د قسمت پريكړه له د بې پرې رايو شمېرې كولو وئېلې شوي۔قرارداد كښې وئېلي شوي ايوان په مقبوضه كشمير كښې په پلوامه كښې د هند سنټرل ريزرو فورس په اهلكارو د بريد نه پس د هند د اړخه په پاكستان د پلټنو او شواهد نه غېر بې بنسټھ تورونه رد كوي۔قرارداد كښې وئېلي شوي ايوان د وزيراعظم عمران خان د اړخه پلوامه پیښې په اړه د عمل وړ ثبوت په وړاندې كولو د هند د اړخه د مثبت ځواب نه وركولو د افسوس څرګندونه كوي۔جمو او كشمير تراوسه يوه لويه مسئله ده كومه چې د نيمې وچې وېش راهسې راروانه ده او هند په مقبوضه كشمير كښې د ظلم بازار ګرم كړی۔دغسې غونډې په يوه خله دا قرارداد منظور كړو
متعلقہ مضامین
-
PM pursuing agenda of making Pakistan welfare state: Farrukh
-
Pakistan Day celebrated at Pakistan High Commission in New Delhi
-
Will never knock at Gate No 4 to oust PM: Bilawal
-
Australian envoy felicitates nation on Pakistan Day
-
Pakistan, Africa to cooperate in diverse fields: Qureshi
-
Pakistan to gain influence in world with strong economy, defence: President
-
Govt not going anywhere, says Sheikh Rashid
-
Two drug-traffickers held with 20-kg hashish
-
Turkish, Royal Air Force officials call on Air Chief
-
Turncoat lawmakers should be barred from contesting elections: Farrukh
-
Govt again reaches out to MQM-P for support
-
Gwadar Eastbay Expressway likely to open on May 16