اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي حكومت به د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د ضمانت په ضد پټيشن جمع كوي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ نون مشرتابه ټول عمري د دوئي په حق كښې راغليو پرېكړو ته هركلې وئيلې او پخوا ئې په عدليه او معززو ججانو ټكونه كړي دي۔ ده ووئيل د ضمانت ترلاسه كولو باوجود په شهباز شريف د كرپشن تورونه دي د كومو چې پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل وزيراعظم د نون ليګ د مشرتابه د 30 كلونو احتساب غواړي۔ ولې چې د دوئي په دور كښې زيات كرپشن شوې دې۔ ده ووئيل د نواز شریف او شهباز شریف په ضد ټولې مقدمې د پاكستان پيپلز ګوند په تېر دور كښې درج كړې شوي دي۔ د سعودي ولي عهد پاكستان دورې په اړه ده ووئيل دا به ډېره ګټه وره او تاريخي دوره وي۔ ده ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ د ورورولۍ پخوانۍ ښې اړيكې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان امن خوښوونكې هېواد دے كوم چې د هند بې بنسټه تورونه رد كوي۔ ده ووئيل زمونږ خارجه دفتر وړاندې په بې بنسټه هندي تورونو خپل سخت غبرګون ښودلې دې۔
متعلقہ مضامین
-
Timely steps netting current account deficit: PM
-
Srinagar highway becomes signal free after proposal of ITP
-
Confetti children celebrates on spring eve
-
Lahore police chalk out security plan for Pak-Australia cricket series
-
Priyantha case trial to complete by April end
-
Changa-manga politics stands buried: AJK PM
-
Two PTI MPAs booked for rioting outside Vankwani’s house
-
28th National Junior Table Tennis Championship from March 24
-
Niazi Medical and Dental College Sargodha celebrates nutrition month 2022
-
OIC chief calls for concerted efforts to tackle challenges
-
Priyantha Kumara case adjourned till March 24
-
Rally to draw OIC’s attention to Indian state terrorism in IIOJK