اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم پرفارمنس ډيلوري يونټ(پي اېم ډي يو)د حكومتي ادارو اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې د اولسي ګيلو مناسب حل لپاره د پاكستان سټزن پورټل لخوا په منظور شوو اصولو او شرائطو عمل وكړی شي۔تېره ورځ د وزارتونو او د محكمو د سېكترانو او صوبائي سېكترانو سره سره د پوليس انسپكټرز جنرل په نوم په ليكلې خط كښې وئېلي شوي په سوشل مېډيا د اولس اندېښنو په اړه د شكاياتونو په رڼا كښې پي اېم ډي يو ته دا ټاسك وركړی شوې چې هغوي د شكايات جامع جاج واخلي او د غفلت كوونكو په اړه راپور وړاندې كړي٬د پي اېم ډي يو په مشاهده كښې راغلې چې په داسې يو شمېر شكاياتو چې بايد په هغې د اصولو او د شرائطو له مخې عمل شوې ؤ په مناسب انداز نه خپلولېږي٬ دا خبره هم په مشاهده كښې راغلې چې داسې يو شمېر شكايات هم شته كوم چې اړوندو حكومتي محكمو ته وړاندې نه لېږلې كېږي۔د خط د لارې ټولو ته وئېلي شوي چې هغوي جائزه رپورټ ته د حتمي شكل وركولو نه وړاندې د حل شوو شكاياتو بېرته جاج واخلي كوم چې د دوي په ډيشبورډ موجود وو
متعلقہ مضامین
-
Opp making futile attempts for no-trust motion: Buzdar
-
IHC stops police from arresting Imaan Mazari
-
Tanker carrying milk collided with a car claims 3 lives in Burewala
-
Pakistan needs more graduates in IT sector: President Dr. Arif Alvi
-
‘Agencies to trace out perpetrators of Koocha Risaldar tragedy’
-
Three killed in separate incidents
-
Niazi asks diaspora to highlight Kashmir issue
-
500-beds new hospital to be set up in Rawalpindi division; Dr Yasmin
-
Pakistan stresses diplomatic solution to Ukraine conflict
-
59th DHA National Badminton Championship concludes
-
Elahi asks PM to be cautious of his advisers
-
Commissioner asks officers to work for providing services to people