اسلام آباد ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) جوډيشل مجسټرېټ پوليس اهلكار سره بدسلوكي كوؤنكې تورنې شهلا شكيل سيټھي ته 14 ورځني جوډيشل ريمانډ وركړې دې۔ وروستو دا د ډاكټر په مشوره د زړه رنځ په سبب روغتون كښې بستر كړې شوه۔ د تورنې وكيل عدالت ته خواست وكړو چې په اېف آئي آر كښې درج شقونه د ضمانت وړ دي۔ زما موكله د زړه رنځ كښې اخته ده او د فشار په سبب ددې دماغي حالت هم متاثره كېدې شي۔ جوډیشل مجسټرېټ عدنان رشيد د وكيل صفائي استدعا رد كولو سره د ډاكټر سيټھي د ميډيكل ټېسټونو حكم وركړو او وې وئيل كه دا روغه وي نو جېل ته دې ولېږلې شي ګني بل صورت كښې دې دا روغتون كښې بستر كړې شي۔ تېره ورځ په امريكا كښې مېشته ډاكټر شهلا شكيل سيټھي كومه چې اوس اوس پاكستان ته راغلې وه پوليسو ايساره كړه او دا ئې بغېر لمبر پلېټ ګاډي سره ډمپلومېټك انکلیو ته تلو نه منع كړه۔ په دې مهال دې پوليس ته دړكې وركړې او دوئي سره د بدكلامۍ په سوب ددې په ضد مقدمه درج كړې شوه۔ د مېرمنې اهلكار غېر موجودګۍ په سوب دغه وخت دا مېرمن پرېښودلې شوې وه۔ داخله وزير شهريار آفريدي د پېښې نوټس اخستو سره ددې مېرمنې په ضد د قانوني كارروائۍ هدايت كړې وو۔ (وا/2207)
متعلقہ مضامین
-
33rd PNEC convocation ceremony held
-
PM urges Muslim think tanks to highlight Kashmir atrocities
-
Seminary teacher arrested for torturing student
-
Shahbaz should ask son Salman to return: Farrukh
-
New US envoy advocates building strong economic ties with Pakistan
-
MPA Dr Hashim Inamullah Khan survives assassination bid; attacker killed
-
Chinese energy saving solution provider upgrades Pak industries
-
Punjab govt approves allotment of 1.5m acres land to Chinese companies
-
Doctors removed 156 kidney stones from 50-year-old patient
-
Pakistan always on forefront in helping Afghanistan: Farrukh
-
Death toll in Karachi blast climbs to 17
-
In Peshawar operation, three terrorists got killed