اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيرين مزاري سره د سنټر فار سوشل جسټس ايګزېكټو ډائرېكټر پېټرجېكب پھ مشرۍ كښې پلاوي د جمعې پھ ورځ ملاقات كړې۔په پلاوي كښې د آئي ډي آر اے سي ډائرېكټر امجد نذير د بائيټس فار آل رابطه كاره فاطمه عاطف او نور كسان شامل وو۔د ملاقات په مهال پلاوي وفاقي وزيره د اقليتونو د حقونو په اړه چارو او دوي ته د پیښو ستونزو نه خبره كړه او د دې حل لپاره يې تجويزونه وركړل۔وفاقي وزيرې پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل اوسنې حكومت د بنيادي حقونو تحفظ او پھ خاص توګه د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره پوخ عزم لرم۔هغې پلاوي ته د مسئلو حل لپاره په بېړنۍ توګه د اقداماتو كولو باور وركړو۔وفاقي وزيرې سره د پروګريسيو يوت سوسائټي آف پاكستان چيف ايګزېكټو آفيسر جبير خان په مشرۍ كښې يو پلاوي هم ملاقات كړے۔د ملاقات پھ مهال د سوسائټۍ چيئرپرسن هما جميل بابر او نور چارواكي هم موجود وو۔پلاوي وفاقي وزيره د ادارې لخوا ځوانانو لپاره د شوو اقداماتو نه خبر كړه۔پلاوي په دې لړ كښې تجويزونه هم وركړل۔وفاقي وزير پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل ځوانان د هېواد او قام اثاثه دي٬هغې په ځوانانو كښې د صلاحيتونو راڅرګندولو لپاره د ادارې كاركردګي وستائېله۔هغې ووئيل اوسنې حكومت د ځوانانو بهترۍ٬لوړو زده كړو او د روزګار وركولو پشمول د مثبتو چارو ودې لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي٬هغې پلاوي ته د ځوانانو د ستونزو حل كولو باور هم وركړو
متعلقہ مضامین
-
ECP postpones second phase of KP LG elections until March
-
Parents’ Day at Cadet College Petaro
-
DG KDA Asif Memon arrested over corruption charges
-
Ranbir Kapoor is such a fine actor, says Saba Qamar
-
Two dead, 23 injured in Motorway clash amid dense fog
-
Pakistan, China vow to tap full potential of Gwadar port, free zone under CPEC
-
IGP holds open court
-
KP Rescue 1122 responds to 195,000 emergencies during year 2021
-
New Year: Fawad holds out olive branch to opposition
-
Ex-generals, journalists express solidarity with Indian Muslims
-
‘Govt employees’ arrested for smuggling drugs to Punjab
-
PM Khan inaugurates Pak-China Business Investment Forum