روم 17 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د اټاليې دورې په مهال د اټاليې دفاع وزير ٬ آرمي چيف او سېكټرېټري جنرل آف ډيفنس سره ملاقاتونه كړې دي ۔ د ملاقاتونو په مهال دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرسته زياتولو او د مشتركه اقداماتو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې٬ د اټاليې مشرانو سيمه ايز امن ٬ سلامتيا او استحكام لپاره د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ د اټاليې مشرانو ووئيل پاكستان د سوكاله سباٶن په لاره روان دے ٬ اټاليه به د اوسنيو اړيكو نه استفاده كوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې جنرال قمر جاوېد باجوہ د اټاليې دورې په مهال د ترهګرۍ په ضد د پاك پوځ د كردار ستائنه شوې ۔ د ملاقاتونو په مهال د دواړو هېوادونو دفاعي اړيكې زياتولو په چارو خبرې شوي۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابۍ د قام د قربانيو له امله ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل قبائيلي اولس٬ شهيدانو او د غازيانو كورنيو هم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مهم كردار لوبولې۔ سرلښكر جنرال قمر جاويد باجوه ووئيل اګرچه جنګ روان دے او د دې جنګ په نتيجه كښې پاكستان قوي كېدونكې رامخې ته شوې ٬ نننې پاكستان نړۍ لپاره پرانستې دے او د امن او استحكام پلو روان دے ۔ د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د اټاليې چاروكو ترمېنځه شريكې اړيكې لا قوي كولو ته هم سلا راغلې او سرلښكر څخه د اټاليې چارواكو د ترهګرۍ په ضد كامياب جنګ په اړه لارښوونه ترلاسه كړې۔ د دورې په مهال سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د اټاليې دفاعي صلاحيت څخه هم خبر كړې شوې۔ سرلښكر په اټاليه كښې پاكستان ټولنۍ سره ملاقات او د اټاليې د دفاعي صنعتونو دوره هم كړې ۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه به د لندن او اټاليې خپله دوره بشپړولو نه پس پاكستان ته
متعلقہ مضامین
-
CM inaugurates five-day anti-polio drive in Punjab
-
Interior minister asks PDM to change protest date of March 23
-
Another senior doctor dies of coronavirus in KP
-
FM for global efforts to address corruption for better future
-
37 Sri Lankan students arrive for studies
-
Buzdar seeks report from CCPO on molestation of two girls
-
Police crackdown intensified to eradicate drugs across the province
-
Pakistan reports increase in coronavirus infections in 24 hours
-
Qaim Ali Shah gets bail in illegal appointment case
-
Court extends Shehbaz, Hamza’s bail until Jan 4
-
689 LG candidates flexing muscles for 66 tehsil seats in KP
-
Two Pakistanis awarded for bravery by New Zealand: Christ Church attack