اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د فاټا د انضمام عمل پايې ته رسول او قبائيلي سيمې په اسانيو كښې د هېواد نورو سيمو سره سمول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده٬ حكومت قبائيلي سيمو كښې بلدياتي نظام زر تر زره نافذ كولو لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم دا خبرې فاټا سره د تعلق لرونكو سناتورانو پلاوي سره كړې دي چا چې د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ د فاټا سناتورانو په پلاوي كښې سید شبلي فراز، هدایت اللہ، هلال الرحمان، اورنګزېب، تاج محمد، سجاد حسېن، حاجی مومن خان او مرزا محمد آپریدۍ شامل وو۔ د ملاقات په مهال د قبائيلي سيمو په مجموعي صورتحال ٬ د فاټا انضمام ٬ په انتظامي چارو او په نورو مسئلو خبرې وشوې۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د فاټا د انضمام د عمل بشپړتيا او قبائيلي سيمو ته د نورو سيمو غوندې آسانۍ وركول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده۔ ده ووئيل چې قبائيلي سيمو كښې د بلدياتي نظام نفاذ سره به د اولس په صحيح معنو كښې اختيار مند جوړولو او د پرمختګ عمل باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ حكومت قبائيلي سيمو كښې بلدياتي نظام زر تر زره نافذ كولو لپاره هڅې كوي
متعلقہ مضامین
-
Balochistan reports 32 cases of Omicron
-
Pakistan records 322 COVID cases and 4 deaths
-
Pakistan will host SAARC summit after the removal of ‘artificial obstacles’: Qureshi
-
Shaukat Tarin sworn in as Senator
-
Disable persons being deprived of due share in jobs
-
Ruins of 200-year-old mosque discovered
-
Punjab govt confers HR award on Hafiz Tahir Ashrafi
-
Indian troops martyr one more youth in IIOJK
-
Supreme Court orders removal of Karachi administrator Murtaza Wahab
-
PIC expired stents case: Action must be taken against the five doctors
-
Turkish CGS meets with COAS Bajwa
-
Woman ‘accidentally’ shoots herself while cleaning pistol