اسلام آباد۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي نوې پاكستان هاٶسنګ سكيم اتهارټي به په دوه مياشتو كښې خپل كار پېل كړي٬ پاکستان كښې كور جوړولو لپاره د بانك نه د موډګېج په بنياد د قرض شرح ګرده نړۍ كښې د ټولو نه ټيټه ده٬ د دې سكيم له مخې به زمكه حكومت وركوي او د جوړولو لپاره به په ټيټه شرح منافع بانك قرض وركوي۔ د زيارت په ورځ د خبري كفنرنس په مهال د يوې پوښتنې په ځواب چوهدري فواد حسېن ووئيل هند كښې يوولس فيصده ٬ امريكا كښې 75 فيصده او پاكستان كښې يوازې 0.5 فيصده خلق د بانك په پور كور جوړوي٬ بېلا بېلو هېوادونو كښې كور جوړولو لپاره د موډګېج له مخې بانكونو څخه د منافع شرح ډېره زياته ده او په دې تناظر كښې د پاكستان د بانكونو شرح منافع كمه ده او د دې باوجود به هم د نوې پاكستان هاٶسنګ اتهارټي بانكونو سره شرح منافع لا كمولو لپاره خبره كوي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې دا فارموله ده چې خلق د موډګېج په بنياد كور جوړولو لپاره قرض اخلي او ورسره ورسره قسطونه جمع كوي خو په پاكستان كښې اپوټه اصول روان وٶ ٬ خلق ټول عمر ګټه كوي او په آخر كښې كور جوړوي ٬ حكومت دا فارموله ريورس كړې ده ۔ ده ووئيل ډېر زر به ضلعي هاٶسنګ او اړوند دفترو څخه په 250 روپۍ د سكيم فارم ترلاسه كېدې شي
متعلقہ مضامین
-
FM Qureshi to visit Brussels from Dec 6-8
-
FM Qureshi to visit Brussels from Dec 6-8
-
Missing pilot’s body found in Balochistan
-
Zardari calls NA-133 results a new beginning of PPP in Punjab
-
PR revives steam engine for tourism from Pindi
-
Amid rising road incidents, Punjab contributed 80% of total road accidents
-
Police kill two alleged bandits in encounter in Karachi
-
Police kill two alleged bandits in encounter in Karachi
-
PDM prepares for long march, resignations
-
Police kill two alleged bandits in encounter in Karachi
-
The human remains of Priyantha Kumara to be flown back to Sri Lanka
-
Imran Abbas named in 100 most handsome faces list 2021