اسلام آباد ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) افغانستان كښې د مصالحتي عمل په اړه د پاكستان او امريكې ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې د نهې په ورځ خارجه وزارت كښی وشوې۔ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د پاكستاني او افغانستان لپاره د امريكې خارجه سېكترې خاص استازي زلمے خليل زاد د امريكائي پلاوي مشري وكړه۔ د خبرو په مهال دواړو ډلو د افغانستان په وضعه او مصالحتي عمل بحث وكړو۔ د دواړو هېوادونو امنيتي ٬ دفاعي او سفارتي چارواكو خبرو كښې ګډون وكړو۔ زلمے خلیل زاد چاته چې امريكې د طالبانو او افغان حكومت ترمينځھ د مصالحتي هلو ځلو كار سپارلې ٬ كابل كښې افغان لارښودو سره د ليدلو نه پس تېره ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې ؤ ۔ زلمے خلیل زاد به متحده عرب امارات ٬ قطر او سعودي عربستان ته هم ځي۔ د امريكائي خارجه وزير وېنا ده چې خليل زاد د طالبانو خبرو اترو ته د كېښنولو هڅو كښې د امريكې مشري كوي
متعلقہ مضامین
-
PM directs AGP to ensure Nawaz’s return: Fawad Chaudhry
-
Widespread rains likely to lash Sindh
-
Power tariffs likely to go up
-
Met office forecasts heavy rains in Lahore, other parts of country
-
State should pursue case of Nazim Jokhio’s killing, says Shireen Mazari
-
Fertilizer-loaded vehicle seized in Umarkot
-
Mubashar Khokhar murder case: Court indicts accused
-
2 men arrested for harassing KU students and filming
-
ECP’s report in foreign funding case unveils PTI’s ugly face: Bilawal
-
Three family members die in Dadu after roof collapse
-
India can’t suppress freedom struggle by Kashmiris: Alvi
-
Four people injured as car hits pole in Lahore