اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي كوم کېس كښې چې شهباز شریف نيولې شوې په هغې كښې د پی ټی آئی هيڅ کردار نشته٬ د بده مرغه احتساب له اوس د سیاسی انتقام نامه وركړې كېږي، سېنېټ كښې د هغه په نيولو ما خپل موقف وړندې كړې ، بايد هېواد كښې په احتساب خبره وكړې شي، هند عمر له د خبرو اترو څخه په شا شوې۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل كوم کېس كښې چې شهباز شریف نيولې شوې هغې كښې د پی ټی آئی هيڅ کردار نشته، د شهباز شریف په ضد مونږ کېس نه دې جوړ كړې، تير وخت كښې ادارې د سیاسی مقاصدو لپاره استعمال کړې شوي، پارلمان كښې به په دې مسئله خبره كولې شي، د دې کېس دواړه اړخه به اولس او ميډيا ته په ډاګه كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل بايد هېواد كښې د ټولو احتساب وكړې شي، او مخالفه ډله د حکومت نکته نظر هم واوري۔ ده ووئيل هند عمر له د خبرو اترو څخه په شا كېږي، بی جے پی ته ټولټاكنو كښې خپل كردار په نظر راځي، د نړۍ د بيلو هېوادونو خارجه وزيرانو خبرو اترو كښې پیشرفت ستائلې وؤ۔ شاہ محمود قریشی ووئيل زلمے خلیل زاد د امریکائي پلاوي سره راغلې ؤ، مونږ به بيا هم د هغه هركلې كوو، د هغه نکته نظر به اوريدلې شي، ده ووئېل افغانستان سره چارې د 17 كالو قصه ده، اوباما انتظامیې او د امریکې اولس مشر ټرمپ هم د افغانستان په چارو نظرثانی کړې او خبرو اترو كښې زمونږ موقف ستائلې شوې۔ ده ووئيل نړۍ منلې چې د افغانستان د معاملې لار يوازې خبرې اترې دي۔ وفاقی وزیر ووئيل په كومه ژبه چې د پاکستان اولس پوهېږي په هغې كښې ما خپل موقف وړندې كړې، ما امريكې ته وئيلي چې هند د دوه ځائيز معیار عملی ثبوت وركوې ، د هند او روس لوظنامې څڅه وړاندې ما دغه خبره امریکې ته رسولې وه
متعلقہ مضامین
-
PNS ALAMGIR visits Tanzania, establishes free medical camp
-
Govt finalizes quick response plan for Murree during emergency
-
PMD forecast rain from Tuesday till Thursday
-
IHC seeks comments over appointments in PIA
-
Good Bye 2021
-
Motorists advised to avoid visiting hill stations amid snowfall
-
Murree snowfall: Admin issues advisory for tourists
-
FCCI, KCCI sign MoU
-
Buzdar orders implementation of Covid SOPs
-
Murree snowfall: admin issues advisory for tourists
-
Earthquake with a magnitude of 4.5 jolts parts of Swat
-
Shepherd gunned down