اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د خزانې وزير اسد عمر وئيلې دي د ټېكس وركوونكو او فائلرز تر مينځه به فرق كول وي٬ د ټېكس وركوٶنكو شمېره د لس لكه نه تر 30 لكهه كولو ګنجائش شته ٬ حكومت به د جامع ټېكس اصلاحاتو لائحه وړاندې كوي ٬ راتلونكې اوونۍ په دې لړ كښې به يوه مهمه غونډه كېدونكې ده ۔ د جمعې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور اعظم سواتي د پوښتنې په ځواب اسد عمر ووئيل هېواد كښې د ټېكس وركوٶنكو شمېره 16 لكه 22 زره 215 ده ٬ اصل لس لكه كسان ټېكس وركوي ٬ د اېف بي آر نوې چيئرمېن په ځائ كړې شوې او د ټېكس كوټلې اصلاحاتو لائحه به جوړولې شي ٬ ده ووئېل وړاندې چې كوم كار شوې ھغه به مخ په وړاندې بوځو٬ راتلونكې اوونۍ د عمل درامد پحقله غونډه كېږي۔ سناتور هارون اختر ووئيل نوي پاكستان كښې به د ټولو نه مهم كردار د خزانې د نوې وزير وي٬ د ھغه د دې بيان هركلے كوٶ چې كوم كار شوې ھغه به مخ په وړاندې بوځو۔ ده ووئيل ټېكس وركوٶنكو او ټېكس فائلرز كښې به امتياز كول وي لكه څنګه چې اړوند وزير هم وئيلي دي۔ د خزانې وزير ووئيل د هارون اختر د پاليسو او د ھغه د كردار كاروباري ورورلي ستائنه كوي
متعلقہ مضامین
-
Fire engulfs bushes near Islamabad airport
-
Govt committed to provide relief to people: Ali Muhammad
-
Senate passes four resolutions
-
Speaker receivesno letter from Shehbaz Sharif
-
Train hits college van in Sheikhupura, leaving three dead
-
PM proposes religious festivals for youth’s character building
-
PM to go soon as winds of change have started, says Sindh CM
-
SC seeks details of officers, NACTA responsibilities
-
VCs in universities appointed on merit
-
PM lauds spirit of MNAs for attending parliament joint session
-
Stray dogs attacked and killed four deer in Sahiwal zoo
-
IG Punjab orders to speed up operations against people causing anti-environmental activities