اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) مخالفې ډلې سره د تعلق لرونكو ګوندونو ټول ګونديز كنفرنس د زيارت په ورځ د سپيكر سردار اياز صادق په كور كښې وشو چې پكښې د مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف، سناتور راجه ظفر الحق، احسن اقبال، شاهد خاقان عباسي، مشاهد حسېن سیّد، خواجه سعد رفیق، سناتور مشاهد اﷲ خان، مولانا فضل الرحمن، مولانا عبدالغفور حېدری، اکرم خان دراني، سناتور میر حاصل خان بزنجو، اسفند یار ولي، میاں افتخار حسېن، سیّد یوسف رضا ګیلاني، خورشید شاہ، سناتورې شېری رحمن، لیاقت بلوچ، محمود خان اچکزئی او د نوید قمر پشمول د نورو سياسي ګوندو مشرانو ګډون وكړٶ۔ په غونډ كښې د مخالفې ډلې مشر چوكۍ لپاره د شريك كانديد وړاندې كولو ٬ د وزیراعظم، سپیکر او دوهم سپيكر انتخاب لپاره مشتركه لائحه خپلو لپاره خبرې اترې وشوې ۔ د ټول ګونديز كفنرنس نه پس د مسلم ليګ (ن) مریم اورنګزیب ووئيل اے پي سي 15 كسيزه كمېټي جوړه كړې كومه چې به د پارلمان دننه او د بهر چارو لپاره لائحه جوړوي۔ د كمېټۍ په غړو كښې مشاهد حسېن سید، سعد رفیق، احسن اقبال، شیری رحمن، قمر زمان کائرہ، حاجي غلام احمد بلور، میاں افتخار حسېن، مولانا عبدالغفور حېدری، اوېس نورانی، لیاقت بلوچ، بېرسټر مسرور، عثمان کاکړ، رضا محمد رضا، ملك ایوب او سناتور میر کبیر شامل دي۔ اېكشن پوائنټ او آئنده لائحه عمل به كمېټې ټاكي۔
متعلقہ مضامین
-
Sh Rashid promises 20 ambulances for Rescue 1122 service in Islamabad
-
Court postpones hearing against Shehbaz and Hamza
-
SHC prolongs protective bail of Nisar Khuhro in Wheat procurement for 10 days
-
Time for Pakistan to focus on climate adaptation
-
NH&MP crack down on irregular number plates
-
Check signs of breast cancer every month
-
KP CM inaugurates several uplift schemes in Mansehra
-
Promotion of female education govt focus: Farrukh
-
MDA cracks down on encroachments
-
World Science Day for Peace to focus on climate change issues
-
NCOC all praise for stakeholders in tackling corona
-
Imran censures ECP for opposing EVMs, reforms