اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې٬ رېونيو او د اقتصادي چارو صلاكار ډاكټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي په پاكستان كښې د كركيلې٬ معدنيات٬ صنعت٬ بنيادي ډهانچې او دسكرو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارې پراخا موقعې شته٬ د حكومت لخوا د قامي معيشت پرمختګ لپاره د معرفي كړو اصلاحاتو ګټورې نتيجې راوځي٬ پاكستان د مېنځنې طبقې په اړه د نړۍ پنځم لوي هېواد دے٬ زمونږ مجموعي قامي پېداوار 5 فيصده او د لويو صنعتي ادارو كاركردګي 4.15 فيصده زياته شوې٬ د افراط زر شرح د 11.83 فيصده نه 5 فيصده ته راټيټه شوې۔ د ګل په ورځ د سرمايه كارې بورډ او د پاكستان آبزرور ترسيوري لاندې پاكستان كښې د سرمايه كارې په سرخط دوهم ګول مېز كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د پاكستان د نيمې آبادې عمر د 25 كلونو نه كم دے او 45 فيصده آبادي د 15 كلونو نه كمه ده۔ ده ووئيل په پاكستګان كښې د مېنځنې طبقې خلقو شمېره 100 مليونه ده او پاكستان د مېنځنې طبقې په اړه د نړۍ پنځم لوي هېواد دے۔ ده ووئيل پاكستان يوه لويه منډې ده او هم دا وجه ده چې نړيوالې كمپنې دلته سرمايه كارې ته پام لرنه كوي۔ ده ووئيل د امن او امان صورتحال بهترې سره به په پاكستان كښې نېغ په نېغه سرمايه كاري زياته شي۔ مفتاح اسماعېل ووئيل د پاكستان څخه ترهګري ختمه كړې شوې او د پاكستان حكومت د امن او امان بهترې ته خاص پام لرنه كوي۔ په دې موقع د سرمايه كارې بورډ ډائرېكټر سليم احمد رانجها هم وېنا وكړه او ګډون كوونكي ئې د قامي معيشت د پرمختګ٬ د سرمايه كارې موقعو ٬ماركيټ٬ جي ډي پي٬ مېكرو اكنامك استحكام٬ سي پېك٬ صنعتي پرمختګ او د خاص اقتصادي ځايونو په اړه خبر كړل۔ كنفرنس ته د پاكستان آبزرور اېډيټر انجيف فېصل زاهد ملك هم وېنا وكړه۔ په كنفرنس كښې د بېلا بېلو هېوادونو كمرشل قونصلرانو٬ سفيرانو٬ د قامي او نړيوالو ادارو مشرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو ګډون وكړو
متعلقہ مضامین
-
Ehsaas utilized 100% of its budget in two consecutive years
-
Money laundering case against Khawaja Asif adjourned without any proceedings
-
Govt’s tough economic decisions yielding positive results: Shehryar
-
Bostan-Kolpur shuttle train launched to boost tourism
-
Govt to spend Rs14 bn on artificial insemination to replace local breeds with super breed
-
Covid-19 outbreak affected efforts of polio eradication in 2020 — Unicef report
-
Former MPA Rasheed Bhatti meets minister Fawad
-
Punjab CM’s staff officer takes his friends on joyride in govt helicopter
-
Sindh govt says not in a position to host Afghan refugees again
-
NIH issues seasonal alert on epidemic-prone infectious diseases
-
‘Pakistan-China relationship is a factor for stability in region, beyond’, says Ambassador Haque
-
PTI Government put economy in right direction: Fawad