اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) د كورنيو چارو وزیر احسن اقبال وئيلي دي د مسلم لیګ (ن) حکومت تل سترو لارو جوړولو ته اهميت وركړې، هېواد كښې به د نوې سترو لارو جوړولو سره نوې موقعې راپيدا شي، اولس كښې د ټرافك قوانین پھ اړه شعور بيدارولو ته اړتيا ده، موټروے پولیس ښه کارکردګی او معیار په ځائې ساتلې ۔ د زيارت پھ ورځ ځائې هوټل كښې د نېشنل هائی ویز اینډ موټروے پولیس د سيورې لاندې ’’ری ټریټ‘‘اختتامی سېشن ته خطاب كښې د كورنيو چارو وزير د هائی ویز اینډ موټروے پولیس له پھ ښه معیار او کارکردګۍ مبارکي وركولو سره ووئيل ادارې د خپل وخت څخه تر ننه ښه کارکردګی او معیار په ځائې ساتلې او ښه خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل هغه ادارې د ښه کارکردګۍ څرګندونه كوي كومې چې څه مشن لري ۔ د كورنيو چارو وزیر ووئيل پرمختګ او رابطه کاري خپلو كښې ژور تعلق لري ، پرمختللي هېوادونه په بهرنۍ او كورنۍ توګه منسلك دي۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) په اړه وئيلي كېږي چې هغه يواځې سړكونه جوړوي ، مونږ پھ دې اړه څرګند وژن لرو، مونږ دا ګڼو چې رابطه کارۍ سره پرمختګ او اسانۍ راځي، ده ووئېل ګوادر نه تر کوئټې 70 كاله كښې سړك نه دې جوړ شوې ، په درېو كلونو كښې مونږ سړك جوړ كړو او هغې لپاره د اېف ډبلیو او 45 ځوانانو د خپلو ځانونو قرباني وركړې ځكه چې بلوچستان كښې دښمن پرمختګ نه غواړي ، ده ووئېل دې سترې لارې جوړولو سره نن هغه مزل په 8 ساعته كښې كېږي وړاندې به په دوو ورځو كښې كيدو۔ احسن اقبال ووئيل سترو لارو سره تړون لرونكو سيمو كښې نن پرمختګ كېږي او كومې سيمې چې ويرانې وي هلته نن آبادېږي ۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د سړكونو جوړولو سره سره د هغې حفاظت ته هم اړتيا ده ځكه چې د كال دومره كسان په په ترهه ګرۍ كښې نه مري څومره چې په سترو لارو ټرافكي پېښو كښې مري۔ ده ووئيل د صوبو د ټرافك پولیس ښه كولو ته هم اړتيا ده۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږ له به د يو منظم قام په حيث خپل تشخص رامخې ته كول وي، اولس كښې د ټرافك قوانین او قواعدو په اړه شعور بيدارولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د اسلام آباد ټریفك پولیس موټر سائیکل لپاره هیلمټ ضروري ګرځولې، بايد صوبې هم پھ دې اړه اقدامات وكړي، زمونږ پھ ګاونډي هېواد كښې په دې اړه 100 فیصده عملدرآمد کېږي۔ ده د موټروے پولیس افسرانو او ځوانانو ته تاکید وكړو چې خپل پیشه ور كار د مشن په توګه ترسره كړي ځكه چې دا يواځې وظيفه نه ده بلکه يو مشن دے۔ ۔ دې نه پس د كورنيو چارو وزير ښه کارکردګی څرګندونه كونكو افسرانو او ځوانانو له سندونه او انعامونه وركړل دغسې د كورنيو چارو وزير او نورو ميلمنو ته د
متعلقہ مضامین
-
Loadshedding back with a vengeance: Shehbaz
-
Reporters without borders report charge sheet against current govt: Marriyum
-
Image building campaign: Punjab police mulls internship program for students
-
Farrukh Habib asks opposition to abandon childish politics on electoral reforms
-
Uzbek envoy calls on Interior Minister, reviews progress on visa agreements
-
Pakistan highly values brotherly ties with Turkey : COAS
-
SHC releases salaries of Chief Minister Sindh and others
-
Indian troops launched cordon, search operations in IIOJK
-
Educational institutions to be established for transgenders: Murad Raas
-
SC remands matter of regularization of 67 lecturers of grade-17 to PHC
-
President cautions of ‘unrest in India’ if persecution of Muslims continues
-
PTI govt resolves basic problem of electricity: Dr Shahbaz Gill