اسلام آباد۔ 3 ستمبر(اے پی پی) د قانون ٬ انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارډ وئيلي دي سپریم کورټ په پرېکټس اېنډ پروسیجر اېکټ 2023 خپله پرېكړه كښې قانون سازي د پارليمان حتمي اختيار ګرځولو سره وئيلي دي پارليمان يوه خپلواكه اداره ده او هغه د پاكستان د 25 كروړه اولس نمائندګي كوي۔ دغسې د دستور (بدلون) بل 2024 آرټیکل 184 قامی اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شو۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال نور عالم خان تحريك وړاندې كړو چې د اسلامی جمهوریه پاکستان په دستور كښې د بدلونو كولو بل وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي۔ د دې بدلون له مخې به د سپريم كورټ لخوا په كومه معامله ازخود نوټس لپاره په 9 ججانو مشتمله كمېټي پرېكړه كوي۔ وفاقی وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل په كال 2023 كښې دې ايوان پرېکټس پروسیجر اېکټ جوړ كړے، دغه وخت په دې زيات ټكونه وكړے شول او دا په سپريم كورټ بريد وګرځولے شو او دا هم ووئيل شول چې د دې د لارې د سپريم كورټ اختيارات اغستلې شي۔ وروستو دا اېكټ چېلنج شو ، په دې فل كورټ تفصيلي پرېكړه وركړه په كومه كښې چې وئيلې شوي دا د پارليمان اختيار دے او هغه د اېكټ آف پارليمان د لارې قانون سازي كولې شي ٬ مونږ د دې ستائنه كوؤ۔ سپریم کورټ په خپله پرېكړه كښې ووئيل قانون سازي د پارليمان اختيار دے او هغه يوه خپلواكه اداره ده كومه چې د پاكستان د 25 كروړه اولس د هيلو نمائندګي كوي۔ د سپريم كورټ د ججانو شمېره 17 ده او په دې كښې 5 كسيز بېنچ جوړول وي ٬ دا بل دې كمېټۍ ته ولېږلے شي ٬ په دې سپيكر د تحريك له منظورۍ وروستو بل كمېټۍ ته ولېږلو۔
متعلقہ مضامین
-
Helping flood-ravaged people is ‘real politics’: Elahi
-
Baligh, Riaz discuss matters of mutual interest
-
Expert for timely precautions of rising number of hypertension cases
-
We must take pride to serve nation in need: COAS
-
Relief, rehabilitation activities continue in Swat: minister
-
Gold Price In Pakistan today – 30 August 2022
-
Pakistan receives $1.16 bn from IMF
-
Army to rebuild prefab houses for victims: COAS
-
Tarin’s audio leak exposes PTI’s deleterious agenda: PPP
-
WHO sets up medical health camps in Balochistan flood-affected areas
-
Ombudsman deputes staff to assist in flood relief
-
Balochistan CM thanks PM for support to flood-hit areas