لاهور 25 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي وزيراعظم شهباز شريف قامي ادارو كښې اصلاحات كولو لپاره شپه ورځ محنت كوي،د هغه په مشرۍ كښې به معيشت بيا بحال شي، مونږ به پاکستان په نړۍ كښې په معاشي توګه وقار لرونكې هېواد جوړوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د حضرت داتا ګنج بخش عرس مبارك كښې د ګډون په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د خوراك صوبائي وزير بلال ياسين او نور هم موجود وو۔ نائب وزير اعظم اسحاق ډار ووئيل د لوے څښتن فضل دے، وړاندې هم د خزانې وزير پاتې شوې يم،دا ځل ما ته زياتي ذمه وارۍ سپارلې شوي۔ده ووئيل په دې كښې بله كومه خبره نشته چې پاکستان ته په معاشي توګه لوئ زيان رسيدلې،وئيلي كيدل به چې پاکستان د دې حالت څخه وېستلو كښې 15 كلونو ته اړتيا ده خو د محمد نواز شريف په حکومت كښې د لوے څښتن په فضل سره پاکستان يواځې په درې نيمو كلونو كښې مشکلات څخه وېستلے شوې ؤ ، 2013 كښې به 18 ٬ 18 ساعته لوډ شيډنګ وو،په يوه ورځ كښې په ګڼ شمير د ترهه ګرۍ پېښې كيدلې ، معيشت تباه شوې ؤ ،بيا لوے څښتن کرم وكړو،درې نيمو كلونو كښې ټولې مسئلې حل شوي ، لوډ شيډنګ ختم شو،نړۍ زمونږ د معيشت اعتراف وكړو او ووئيل به ئې چې څه ډول پاكستان پرمختګ كوي دا به ډير زر جي 20 كښې شامل شي۔ده ووئيل د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې كال 2017 كښې پاکستان د نړۍ 24م لوئ معيشت ؤ خو راروانو څلورو كلونو كښې پاکستان په معاشي لحاظ سره 47م لمبر ته راغلې او كوم معمولي زيان نه دې، نن چې هوېاد د كومو مسئلو سره مخ دے د هغې هم دغه وجه ده۔ اسحاق ډار ووئيل د وزير اعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې مونږ هڅي كوو چې معيشت بحال شي او بيا د پاکستانيانو لپاره آسانۍ پيدا شي۔
متعلقہ مضامین
-
Maryam Nawaz visits flood-stricken people of Taunsa
-
Swat flooding: These 7 resturants providing free accommodation
-
$1.17 billion approved
-
PM assures transparency in flood relief operations
-
AKAH volunteers evacuate over 8,000 flood affected people
-
One FC personnel martyred, another injured in bomb blast
-
UN seeks $160m for flood-hit Pakistan
-
Satellite imagery from southwestern Punjab shows dire flood situation in Pakistan
-
Navy intensifies rescue, relief operations in flood-hit areas
-
Over three million children at risk as devastating floods hit Pakistan
-
Nestlé and Pakistan Agriculture Research Council Introduce Good Irrigation
-
‘Until victory always’