ابوظهبي ۔23مئی (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره دبئۍ كښې کار كوونكو د آئي ټي کمپنیو د متحدہ عرب امارات او پاکستانو پروفیشنلز ملاقات کړے ۔ د وزیراعظم آفس میډیا څانګې څخه د جاري پریس ریلیز تر مخه د زيارت په ورځ وزیراعظم شهباز شریف په ابوظهبۍ كښې د متحدہ عرب امارات او پاکستان ټیکنالوجي مرستې په موضوع راونډ ټیبل ناسته كښې ګډون وكړو ۔ دا دستوره د پاکستان سافټ ویئر هاوسز ایسوسي ایشن او پاکستان سافټ ویئر ایکسپورټ بورډ د وزارت انفارمیشن ټیکنالوجي اینډ ټیلي کمیونیکیشن په مرسته او ابوظهبۍ كښې د پاکستان سفارت په معاونت سره راجوړه شوې وه ۔ په دې دستوره كښې یو اے اي كښې د آئي ټي کمپنیو مشرانو او استازو نه علاوہ د پاکستان آئي ټي پوهانو هم ګډون كولو۔ دستوره كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د تجارت وزیر جام کمال خان، دفاع وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعات او نشریات وزير عطاء اﷲ تارړ ، وزیر مملکت انفارمیشن ټیکنالوجي و ټیلی کام شزہ فاطمه خواجه او د وزیراعظم خاص معاون سید طارق فاطمي هم ګډون كولو ۔ په دې مهال وزیراعظم د پاکستان او متحدہ عرب امارات د ورورولۍ او احترام ترمخه د اړيكو حواله وركړه ۔ ده د پاکستان او یو اے اي تر مينځه د قوي ادارہ جاتي او په اولسي كچه د اړيكو زكر هم وكړو ۔ وزیراعظم ووئېل دواړه هېوادونه د جدت او خوشحالۍ لپاره يو ډول عزم لري۔ وزیراعظم د پاکستان او متحدہ عرب امارات د آئي ټي کمپنیو او پروفیشنلز ته آئي ټي او ټیلې کام څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره د لا موقعو لټولو له د دوي د خدمات ستائنه وكړه ۔ وزیراعظم د پاکستان آئي ټي انټرپرائزز او د متحدہ عرب امارات کمپنیو ترمينځه د اړيكو لا مستحکمولو په ضرورت زور راوړو ۔ دا ګرد مېزه ناسته د دواړو هېوادونو د آئي ټي او ټیلې کمیونیکیشن څانګې مرستې لپاره يو ځانګړې موقع وه ۔ د دې بنیادي مقصد د متحدہ عرب امارات د آئي ټي کمپنیو ته د پاکستانی کمپنیو سره قوي اړېكې، د دوي د کامیابو قېصو اعتراف او د دواړو هېوادونو ګټې له بزنس ټو بزنس تعلقات مستحکم كول او د سباؤن شراکت دارۍ لپار يو ځائے كېښناستل وو ۔ وزیراعظم د ګډون كوونكو سره خبرې وكړې او مختلف تجاویز او د پوښتنو ئې ځوابونه وركړل۔ په دې مهال د پاکستان او متحدہ عرب امارات د آئي ټي کمپنیو كښې د ډیجیټل ټرانسفارمیشن په عملدرآمد درې د مفاهمت یادښتونه هم لاس لييك شول۔ او اماراتی کمپنیو له ایوارډز هم وركړے شول ۔
متعلقہ مضامین
-
Seven-day anti-polio campaign in Punjab from tomorrow
-
International Day against Torture observed
-
Alvi accepts GB governor’s resignation
-
Security forces kill four terrorists in North Waziristan
-
Rawalpindi facing acute water shortage
-
Pleas against governor’s ordinance not maintainable, LHC told
-
JUI-F delegation discusses political situation with CM Punjab
-
Punjab govt issues gazette notification of new government bodies system
-
Pakistan sees slight decline in daily COVID-19 cases compared to last three days
-
Sindh govt launches ‘economical’ Peoples Bus Service in Karachi
-
BAP proposes two names for NAB chairman
-
Nothing bars businesses under law from growing: CCP