اسلام آباد۔8 مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د هالي وډ پروډكشن ګروپ لخوا په پاكستاني كلتور د نړيوال فلم جوړول خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي پاكستان يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے٬ د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پاكستاني كلتور فلم به نړۍ ته د پاكستان د ښكلا نندارې موقعه وركړي٬ په پاكستان كښې فلم يوازځنې صنعت دے كوم چې ټېكس فري دے۔ دا خبره ده د هالي وډ پروډكشن ډلې غړو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير هالی وډ پروډکشن ډله په هېواد كښې د فلم په څانګه كښې روان پېشرفت څخه خبر كړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے او باور لرم چې د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پاكستاني كلتور فلم به نړۍ ته د پاكستان د ښكلا نندارې كولو موقعه وركړي۔ ده ووئيل د شهباز شريف په مشرۍ كښې مونږ په تېر حكومت كښې فلم پالېسي بحال كړه۔ ده ووئيل په بجټ 23 ۔ 2022 كښې د يو ارب روپو فلم فنانس فنډ جوړ كړے شو۔ ده ووئيل په دغه بجټ كښې فلم جوړونكو ته تر 5 كلونو ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ دغسې نوو سېنما هالونو ٬ پروډکشن هاؤسز او فلم میوزیمز جوړولو له تر 5 كلونو لپاره د انکم ټېکس، د فلم او ډرامې په درآمد كولو د لس كلونو لپاره ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ ده ووئيل د سکرین ټورازم د لارې پاكستان خپله بيانيه نړيوالې كچې ته ورسوله۔ وفاقي وزير هالي وډ پروډکشن ډلې ته د حكومت او خپل اړخه د بشپړ ملاتړ او مرستې باور وركړو۔ په دې موقع هالي ووډ پروډکشن ډلې په كوربتوب كولو د پاكستاني حكومت ٬اولس او د فلمي صنعت ټولو غړو مننه كولو سره ووئيل مونږ د دې دورې څخه زيات خوند اغستے ٬ د پاكستان ښكلا ٬ عظيمه كلتوري ورثه او اولس مو زيات خوښ شوے۔ دوي ووئيل په پاكستان كښې د فلم سازۍ لوئي صلاحيت موجود دے ٬ مونږ د دې صنعت مخ په وړاندې بوتللو كښې د مرستې كولو عزم لرؤ۔ په پلاوي كښې جېمز ایم سی میلان، اینډریو جیمز فیرو، لیوسا اسکن، سعدیه اشرف، بدر اکرام او مشعل ثاقب شامل وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هالی وډ پروډکشن ګروپ دا مهال په پاكستاني كلتور د نړيوال فلم عكس بندۍ له د پاكستان په دوره راغلے
متعلقہ مضامین
-
FO praises outstanding efforts of Pak woman ambassadors
-
Report sheds light on detentions, deteriorating mental health of Kashmiri kids
-
Admin issues alert for possible low-level flood in Chenab
-
Teachers demand education allowance
-
PM lauds APS survivor for shining bright at prestigious Oxford platform
-
102 Corona patients quarantine in RWP
-
Sardar Tanveer denies any split in PTI AJK
-
Revised nuclear, biological weapon control list notified
-
NA slams Canadian MP’s statement against COAS
-
Chaudhry Shujaat rejects support for Hamza as Punjab CM
-
Senate body directs NH&MP to table rules in next meeting
-
Monsoon rainfall starting from tomorrow may cause urban flooding, landslides