اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د حج كال 2024 لپاره فلائټ آپرېشن به د 9 مئي نه تر 9 جون دوام لري۔ د مذهبي چارو وياند له مخې په وړومبنو 15 ورځو كښې به ټول پروازونه نېغ په نېټه د مدينه منوره په هوائي مېدان كوزېږي٬ د 24 نه تر نهم جون به زياتره پروازونه د جده په هوائي مېدان كوزېږي۔ د فلائټ آپريشن په وړومبۍ ورځ به د 11 پروازونو د لارې 2160 حج كوونكې سعودي ته روانېږي٬ د اسلام آباد څخه به 3 پروازونه 680 حج كوٶنكو سره سعودي لپاره روانېږي٬ د كراچۍ نه به د دوو پروازونو د لارې 330 حج كوٶنكي سعودي عرب ته ځي٬ لاهور څخه به د دريو پروازونو د لارې 670 حج كوٶنكي٬ ملتان څخه د دوو پروازونو د لارې 329 ٬ سيالكوټ څخه د يو پرواز د لارې 151 حج كوٶنكي به مدينې ته ځي۔ د کوئټه نه به وړومبے پرواز د مئي په 11مه او سكهر څخه به په 27م مئي سعودي ته ځي۔ د حج د 259 پروازونو د لارې به د 68 زره نه زيات سركاري حج كوٶنكي سعودي ته رسي۔ د يادونې وړ ده په شلم جون به وړومبے پرواز د حجيانو سره وطن ته راستنېږي۔
متعلقہ مضامین
-
COVID-19 cases increasing in Pakistan again
-
PM Shehbaz calls his Afghan counterpart; assures support for quake victims
-
Karachi police chief suspends DSP over charges of corruption
-
Cobwebs of terrorism
-
Pakistan’s desire for peace not a sign of weakness: Shehbaz
-
Climate change affects practice of utilizing rain water in arid areas
-
PTI ready to discuss framework for next elections: Fawad
-
APHC AJK lauds British Kashmiri diaspora for highlighting Kashmir cause
-
Leading auto brands showcase their products at Pakistan Auto Show
-
KP passes supplementary budget of Rs234.98b for fiscal year 2021-22
-
PIA to start flights between Islamabad and Chengdu from July 6
-
Texas and Pakistan to forge closer economic ties