پنډۍ ۔5 فروری(اے پی پی) د پاكستان وزيراعظم انوار الحق کاکړ، د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق او د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منېر د مظفر آباد دوره وكړه۔ وروستو د پوځ سرلښكر په سريان سېكټر كښې د لائن آف كنټرول (اېل او سي) په فرنټ لائن تعينات عسكرو سره ملاقات وكړو۔ د آئي اېس پي آر له مخې وزیراعظم انوارالحق کاکړ، د آزاد جموں و کشمیر وزيراعظم چوهدری انوارالحق او د پاك پوځ سرلښكر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د شهيدانو سترو قربانيو ته يۍ د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ د دورې په مهال د پاك پوځ سرلښكر ته د لائن آف کنټرول تازه صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقعه عسكرو ته خپل خطاب كښې د پوځ سرلښكر د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به د سيمه ايزې خپلواكۍ په ضد د كوم هم جارحيت ملي عزم او بشپړ پوځي طاقت سره ځواب وركوي۔ ده په پاكستان كښې د هندي رياست په سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ ذكر هم وكړو د كومې د لارې چې اوس زمونږ په خاوره انفرادي وګړي هم په نخښه كيږي۔ ده ووئيل دا بې حسي د نړيوالو قوانينو او د نړيوال نظام د اصولو ښكاره خلاف ورزي ده كومه چې يو معمول جوړ شوې او اوس د نړۍ يو شمېر هېوادونو په هند فشار اچوي۔ ده ووئيل پاكستان به د هند دا ډول حركتونه او هڅې په ډاګه كوي او د خپلو وګړو سلامتيا به باوري كوي۔ دې څخه وړاندې كور كمانډر (راولپنډي) د پاك پوځ سرلښكر ته هركلے ووے۔
متعلقہ مضامین
-
Justice continues to elude families of Shopian rape and murder victims
-
Higher unemployment ratio result of lack of quality workforce in Pakistan: PIDE
-
Raw material import for sanitary pads, diapers not banned: Miftah
-
We need to strive for a cleaner, greener Pakistan: Sherry
-
Pakistan keen to emulate China’s development reforms in trade, IT, agriculture: PM
-
Pakistan, Turkey support each other on all core issues: PM
-
Eight members of new Punjab cabinet take oath in first phase
-
PML-N’s Baligh Ur Rehman’s appointed as Punjab governor
-
LHC adjourns hearing of petitions for removal of Hamza Shehbaz till June 1
-
NA speaker can’t verify PTI MNAs’ resignations: Fawad
-
Hamza resolves to serve masses during maiden cabinet meeting
-
PTI wants UN probe into long march crackdown