اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د ذهني صحت مسئلو مخنيوي لپاره په قامي كچه د پالیسۍ په جوړولو زور راوړلو سره وئيلي دي د هېواد 24 فیصده آبادي د ذهنی صحت بېلا بيلو مسئلو سره مخ ده، د ذهني صحت خذمات وركولو لپاره اداره جاتی فریم ورك به جوړول وي،په نفسیاتی مسئلو قابو موندلو له پبلك پرائیویټ پارټنرشپ ته اړتيا ده۔ده د ذهني صحت په اړه غوندې ته وينا كوله۔په غونډه كښې د روغتيا نګران وفاقی وزیر نديم جان پشمول د صوبائی محکمو او نفسیاتی صحت په اړه د كار كوونكو ادارو نمائندګانو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د قامي روغتيا وزارت د اړخه د ذهني صحت ایپ په “همراز” رڼا واچولې شوه۔ګډون كوونكو ته ووئيل شول په اپریل 2023 كښې د جوړيدو نه تر اوسه 240,000 څخه زيات کالز ترلاسه شوي۔صدر مملکت ذهنی صحت خذمات وركولو لپاره د همراز ایپ جوړول وستائل او د ذهني صحت د معاونت نظام ښه كولو او د همراز ایپ په مؤثره كولو ئې زور راوړو۔ صدر مملکت ووئيل ذهني صحت د پاکستان لپاره مهمه مسئله ده، د سرکاري او نجی څانګو مهارت كارولو سره جامع هڅو ته اړتيا ده، ده ووئېل د ذهني صحت په اړه په ټولو اقداماتو به يو كوټلي نقطه نظر خپلول وي۔صدر مملکت د پیشه وره كسانو کمے لري كولو لپاره آن لائن تربیت ، د بشري وسائلو د كار استعداد زياتولو او خبرتيا پيدا كولو په حاجت زور راوړو۔ په غونډه كښې نفسیاتی معاونت وركولو،د مسئلو مخنيوي كښې د كورنيو په كردار هم رڼا واچولې شوه ۔د روغتيا نګران وفاقی وزیر نديم جان د صحت بيلو مسئلو په اړه په شعور پيدا كولو كښې د صدر عارف علوي او د وړومبۍ ميرمن کردار وستائلو۔ ده هيله څرګنده كړه چې په ایوان ِصدر کښې په جوړ شوي مثال به عمل روان ساتلے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Kamyab Jawan Programme targets being achieved: Khawar
-
Education best investment for future of country: Italian envoy
-
Transgender have potential to play key role in development of society: Experts
-
Tobacco control activists for increase in taxes by 30pc as per WHO recommendation
-
Economy on path of sustainable growth: PM
-
Farrukh thanks PM for giving right of vote to expatriates
-
IG Punjab for strict action against aerial firing, gambling
-
Sh Rashid takes U-turn on ‘blackmail’ statement
-
SC directs LHC to decide NAB jurisdiction regarding probe of MCB privatisation
-
No-trust motion to give fatal blow to non-serious opposition: Fawad
-
PTI public meeting, not meant for confrontation with any political party: Fawad
-
Farrukh appeals ECP to start hearing of PML-N,PPP foreign funding case at earliest