اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات نګران وفاقي وزير محمد سمیع سعید وئيلي دي د سي پېك دويم پړاؤ په كاميابۍ سره تر سره كېدو پلو روان دے او نګران حكومت د سي پېك لاندې په روانو پرمختيائي منصوبو عملدرآمد له په زړه پورې ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د سېنټر آف اېکسی لېنس، سی پیک تر اهتمام لاندې د “بېلټ اېنډ روډ انېشېټو:د ګډې سوكالۍ لاره هوارول ” په سرخط سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ په سيمينار كښې د چين سفير جیانګ زیډونګ خاص مېلمه ؤ ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د درېم بېلټ اېنډ روډ فورم به 17م څخه تر18م اکتوبر په بيجنګ كښې كېږي۔ سیمینار ته خپل خطاب كښې نګران وفاقي وزير ووئيل د سي پېك دويم پړاؤ كاميابۍ سره روان دے او د منصوبه بندۍ وزارت لخوا د ټولو منصوبو سخته نګراني كولې شي دغسې چې په منصوبو عملدرآمد باوري كړے شي۔ د سي پېك لس كاله تر سره شوي ٬ تر دې دمه د سي پېك لاندې 31 بېلې منصوبې تكميل ته رسېدلي ٬په دې منصوبو كښې د 32 اربه ډالرو سرمايه كاري شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د سي پېك لس كاله بشپړ شوي ٬ تر دې دمه د سي پېك لاندې 31 بېلې منصوبې ترسره شوي۔ په دې منصوبو كښې د 32 اربه ډالرو سرمايه كاري شوې۔ ده ووئيل په قائداعظم پوهنتون كښې په معدنیات او قدرتی وسائلو تحقيق لپاره نوے ارتھ سېنټر جوړ كړے شوے۔ دا سنټر به د چين په مرسته د معدنيات څانګې عصري جوړولو او په دې كښې د قيمتي وسائلو لټون له كار كوي۔ ده ووئيل په هېواد كښې 4 خصوصی صنعتي زونز جوړ كړے شوي ٬ چين سره به د كركيلې ٬سائنس او ټېكنالوجي ٬ آئي ټي او د معدنيات په څانګو كښې همكارۍ ته وده وركولې شي۔ په دې موقع خپل خطاب كښې د چين سفير جیانګ زیډونګ د دې سيمينار په كولو د سنټر آف اېکسېلنټ سی پېک او د منصوبه بندۍ وزارت هڅې وستائلې كوم چې په يو داسې وخت كښې زيات مهم دے كله چې په راروانه اونۍ كښې د بي آر آئي فورم پېل كیږي۔ د سی پېک په لس كلنه سفر رڼا اچولو سره ده د پاكستان او چين دواړو لارښودو د لارې د ترلاسه كړو او د زړه پورې كاميابو ستائنه ئې وكړه۔ ده په كال 2015 كښی د صدر شي جن پنګ د پاكستان تاريخي دورې ذكر وكړو۔ ده ووئيل بي آر آئي د هېوادونو ترمينځه د تعلق مضبوطولو منصوبه ده او پاكستان سره به د كركيلې آئی ټی سائنس وټیکنالوجی او معدنيات په څانګو كښې مرستې ته لا وده وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان بلها قدرتي وسائل لري ٬ مونږ پاكستان څخه زيات مصنوعات درآمد كول غواړؤ۔ ده ووئيل برآمدات كښې زياتوالي له به غوره پالېسۍ جوړول او عملي ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل چينائي وګړو او كار كوؤنكو ته د امنيت په وركولو د پاكستان مننه كوو۔ د چين سفير د منصوبه بندۍ وزارت لخوا وضعه كړې پالېسۍ ستائلو سره د منصوبه بندۍ وزارت ته د عقيدت پیرزوئنې ډالۍ كړې۔
متعلقہ مضامین
-
Russian deputy prime minister meets Imran Khan
-
Pakistan seeks ‘long-term’ relationship with Russia
-
Minister urges educationists to modify national curriculum
-
Pakistan looking for win-win cooperation, not polarisation
-
Housemaid’s body found in cardboard box in Lahore
-
Consultative meeting held on development projects in North Waziristan
-
Rain lashes different parts of country; to continue on Saturday
-
Bishop of Canterbury’s visit to strengthen int’l interfaith harmony, dialogue
-
6.2m children to be vaccinated in anti-polio drive
-
Policing in South Punjab improves after establishment of secretariat
-
MMU demands re-opening of Jamia Masjid, release of Mirwaiz
-
PM to address nation today evening: Fawad