اسلام آباد۔7جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د اطلاعاتو وزارت به د ګرد هېواد پريس کلبونه عصري تقاضو سره سمولو لپاره خپل مهم كردار ادا ترسره كوي۔ دې دا خبره د ايبټ اباد پريس کلب صدر راجه هارون او سيکرټري جنرل راجه منير په مشرۍ كښی د خبريالانو له پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی جاوېد عباسي هم موجود وو۔ پلاوي د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ته د پېښو ستونزو په اړه ووئيل۔ په دې موقع د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل حكومت د صحافت په آزادۍ باور لري۔ دې ووئيل اېبټ آباد پرېس کلب د هېواد په مهمو و ذمه وارو پرېس كلبونو كښ شمېرلے شي۔ دې په ايبټ آباد پريس کلب کښې په فوري توګه د كمپيوټر لېپ او سټوډيو جوړولو هدايت وكړو۔ دې ووئيل اېبټ آباد پرېس كلب ته اعلان كړې شوې ګرانټ به هم وركړې شي۔ دې ووئيل د خبريالانو مسئلې حل كول زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ په دې موقعه د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی جاوېد عباسي اېبټ آباد پرېس كلب لپاره د كمپيوټر لېب او سټوډيو جوړولو او د ګرانټ وركولو اعلان په كولو د وفاقي وزيرې مننه كولو سره ووئيل د اېبټ آباد خبريالان د محدود وسائلو باوجود خپل پېشه ور خذمات ترسره كوي۔ د خبريالانو پلاوي د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او وفاقي وزير مرتضی جاوېد عباسي مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Ali Zaidi, Ghaus Ali Shah discuss Sindh politics
-
IHC seeks comments over appointments in PIA
-
One more dies, 186 new COVID-19 infections in 24 hours
-
People have to pay higher charges due to expensive power plants installed by PML-N govt: Hammad
-
Senate body lauds Information Ministry for fast-track digitization of state media institutions
-
No Panadol tablets available in Hafizabad markets
-
Woman, son and daughters murdered in Lahore
-
Court indicts GB ex-judge Rana Shamim in contempt case
-
Sindh govt committed to protect human rights: SACM
-
IHC allows cross-examination of PM in Khawaja Asif case
-
3 children dead, 5 suffered burns as fire erupts in Lahore house
-
Nadia Khan reacts to Sharmila Faruqui’s anger: ‘I love to praise women who dress up’