اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د آبي وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دي چې په ايوان كښې بايد د يو بل په اړه متنازع خبرې ونكړې شي٬ د پيپلز ګوند په دور كښې كه د پنځه زره مېګاٶاټ برېښنا او په پنځو ډالرو د اېل پي ېي لوظنامې منسوخ شوې نه وې نو نن به هېواد بحرانونو سره مخ نه وې، سپيکر دې د ايوان كمېټۍ جوړه كړي چې ھغه د دې خبرې تعين وكړي۔ په هېواد كښې د كال 2008 نه تر كال 2013 د برېښنا څه پوزيشن ٶ٬ قام ته معلومېدل پكار دي چې د چا چا حكومت كوم كوم ظلمونه كړي٬ د پارلماني غړو ټول سيكمونه دي حتم كړې شي خو د پن برېښنا منصوبو ته دې پام وكړې شي دې سره به د هېواد ټولې ستونزې ختم شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال سيد خورشيد احمد شاه ووئيل زمونږ د ټولو مقصد يو دے مونږ له هېواد د ستونزو نه بهر كول دې٬ مونږ له په ايوان كښې متنازعه خبرې كول پكار نه دي۔ ده ووئيل تېلو څخه په 45 روپۍ يونټ برېښنا پېدا كېږي۔ ده ووئيل پارلمان دې يو قرارداد منظور كړي چې د تھرمل او تېلو د لارې دې د برېښنا په پېداوار بنديز ولګولې شي۔ ده ووئيل د نندي پور او نور پاور پلانټس بند پراته دي مونږ له به د سكرو، پون او د پن برېښنا منصوبو ته پام كول وي۔ ده ووئيل دا مهال هېواد ې د 20 زره مېګاٶاټ پن برېښنا صلاحيت لري خو يوازې 7 زره مېګاٶاټ پن برېښنا پېدا كېږي۔ ده ووئيل چې كه زمونږ معيشت ښه كېږي نو زمونږ سړكونه او كوڅۍ به هم جوړېږي٬ كه د قرض په پېسو سړكونه جوړوٶ نو د هېواد حالات نشي سمېدې٬ زمونږ سكيمونه دې ختم كړې شي خو د پن برېښنا منصوبو ته دې پام وكړې شي دې سره به پاكستان پرمختګ وكړي
متعلقہ مضامین
-
722 new cases of coronavirus reported in Punjab
-
Man kills father over domestic dispute
-
Bipin Rawat turned Kashmir valley into hell: Mushaal
-
Negotiators head home as Iran talks hit critical stage
-
Plan underway to outshine PPP in Sindh LG elections
-
Steep rise in Covid cases sets alarm bells ringing
-
Schools in Karachi suspend in-person classes amid Omicron threat
-
Good Bye 2021
-
Sindh minister for strict action against encroachments
-
IHC seeks implementation report on decision about naval clubs
-
Opposition running away from Sindh LB polls: Murtaza Wahab
-
Qureshi urges opp to support govt on South Punjab province