لاهور ۔11جون (اے پی پی) د پاكستان علما کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفی په مشرۍ كښې استحکام پاکستان علما و مشائخ کنفرنس په الحمرا هال لاهور كښې وشو په كوم كښې چې د ګرد هېواد علماﺀ كرام ٬ مشائخو ٬ مذهبی ٬ سیاسی او د اقليتونو مشرانو د 9 مئي پېښو بشپړه سببونو ٬ مجرمانو ٬ سهولت كارو ٬ د پاك پوځ او د هېواد د امنيتي ادارو په ضد ذهني سازي كؤنكو ټولو كردارونو اولس ته د وړاندې كولو مطالبه كولو سره د پاكستان او پاك پوځ په ضد د هېواد دننه او بهر د بشري حقونو په نامه روان كمپائن مسترد كولو سره د بې بنسټه پروپېګنډې كوؤنكو عناصرو په ضد د قانون او آئين له مخې د كارروائۍ غوښتنه كړې ده۔ پاكستان علماﺀ كونسل هېواد كښې د روانې وضعې په تناظر كښې د حج نه سمدستي وروستو د آل پارټیز كنفرنس رابللو پرېكړه كړې ده۔ دا خبره په لاهور كښې د پاکستان علما کونسل ترسېوري لاندې علما و مشائخ کنفرنس كښې وكړې شوه۔ د كنفرنس مشري د پاکستان علما کونسل مرکزی چیئر مین او د نړيوالې بېن المذاهب همغږۍ صدر حافظ محمد طاهر محمود اشرفی كوله۔ کنفرنس ته علامه عبد الحق مجاهد، مولانا محمد رفیق جامی ، مولانا نعمان حاشر، مولانا محمد شفیع قاسمی ، مولانا اسعد زکریا قاسمی، علامه طاهر الحسن، مولانا محمد اسلم صدیقی، مولانا محمد اشفاق پتافی ، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا عبد الحکیم اطهر، مولانا عبید اللہ ګورمانی، مولانا عزیز اکبر قاسمی، مولانا ابوبکر حمید صابری، مولانا سعد اللہ شفیق ، مولانا انوار الحق مجاهد، مولانا غلام مصطفی حیدری، مولانا زبیر کھټانه، حافظ ثاقب منیر، مولانا محمد اسلم قادری، مولانا عقیل زبیری ، مولانا عقیل نقشبندی، مولانا ابراهیم حنفی ،مولانا قاری مبشر رحیمی ، مولانا عبد الغفار فاروقی ، مولانا ناصر حقانی ، قاری فیصل امین ، قاری ساجد او نورو هم خطاب وكړو۔ د ګډې اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې استحکام پاکستان علما و مشائخ کنفرنس د 9 مئی پېښو غندنه كوي ٬ د 9 مئی ورځې اولس لپاره يوه توره ورځ ګڼي د كومې يو مجرم هم بايد خوشې نه كړی شي۔ اعلاميه كښې ووئيلې شؤ چې د آرمی اېکټ لاندې عدالتونه د قانون او آئين له مخې دي ٬ د پاكستان او د آئين او قانون له مخې دې ټولې مقدمې وچلولې شي۔ اعلاميه كښې ووئيلې شؤ چې كنفرنس ټولو مذهبي او سياسي ګوندونو څخه غوښتنه كوي چې د هېواد او قوم په پراخه ګټه كښې دې مذاكراتي عمل پېل كړی شي۔ دغسې كنفرنس غوښتنه كوي چې د قوم لور عافيه صديقي زر تر زره راخوشې كولو له دې ګامونه پورته كړې شي او وزيراعظم ته خواست كوي چې هغه دې په لړ كښې په ذاتي توګه اقدامات وكړي۔ دغسې كنفرنس د ملازمينو په تنخا او پنشن كښې اضافه خوشبينه ګڼي۔ پاكستان علماﺀ كونسل پرېكړه كړی چې په هېواد كښې روانه وضعه نظر كښې نيولو سره او په سباؤن كښې د 9 مئي په څير پېښو څخه اولس ساتلو له د جولائي په درېمه اونۍ كښې به آل پارټیز کنفرنس اسلام آباد كښې كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Two unidentified, burnt bodies recovered from Karachi’s northern bypass
-
Girl perishes in Lahore house fire
-
Fog disturbs traffic flow
-
Usman Mirza, GT Road rape, Jatoi cases big challenges for judicial system: Fawad
-
Punjab reports 445 fresh COVID cases
-
Usman Mirza, GT Road rape, Jatoi cases big challenges for judicial system: Fawad
-
Current Covid-19 vaccines may need to be updated, experts warn
-
NETP to emerge as important player: Shibli
-
CCI meeting to discuss 7th census tomorrow
-
NAB officer booked from court for using mobile phone
-
Current Covid-19 vaccines may need to be updated, experts warn
-
NAB officer booked from court for using mobile phone