اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د معاشي چېلنجونو باوجود د بې وځله او مينځنۍ درجې طبقې لپاره په بجټ كښې د خاص اقدامات او د زيات رېليف وركولو سپارښتنه كولو سره وئېلي دي چې په سرې سبسډي نيغ په نيغه تر كروندګرو رسولو لپاره دې جامع پلان تيار كړی شي٬ حكومت به د مستحق كروندكرو ټيوب ويلز په لمر توان منتقل كولو كښې مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د بې وځله او مينځنۍ طبقې لپاره په بجټ كښې د رېليف په اړه د غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف٬اسحاق ډار٬ د وزيراعظم صلاحكار احمد چيمه خان٬ وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك٬ خاص مرستيال محمد جهانزېب خان او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو او د تخفيف غربت وفاقي وزيرې شازيه مري٬ خاص مرستيال شيزه فاطمه او قيصر شېخ نه علاوه د جديد فارمنګ ماهر احمد عمير او د آئي ټي څانګې څخه آصف پير د وډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم سپارښتنه كړې چې په سرې سبسډي نيغ په نيغه تر كروندګرو رسولو لپاره يو جامع پلان جوړولو سره وړاندې كړې شي٬ د پېټروليم مصنوعات په بيعه كښې د كمي اثرات تر عام كسانو ورسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې حكومت به د مستحق كروندګرو ټيوب ويلز په لمر توان منتقل كولو كښې مرسته كوي٬ د ټيوب ويلز سلورآئيزېشن څخه د ايندهن درآمدۍ بل كم شي او د كروندګرو في ايكړ پیداواري لګښت به كم شي۔ ده ووئيل چې حكومت په نړيوالۍ منډۍ كښې د بيعو ټېټېدو سره د پیټړوليم مصنوعات په بيعو كښې سمدستي كمې كړې۔ ده سپارښتنه كړې چې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام دائره كار زياتولو سره مستحق خلقو شموليت باوري كړی شي٬ كوم هم مستحق كنډه د بينظير انكم سپپورټ پروګرام ډېټا څخه بهر پاتې نه شي۔ ده ووئيل چې مستحق زده كونكو ته د وظائف د لارې اعلٰی تعليم او پیشه وارانه هنر وركړی شي٬ حكومت د دې مقصد لپاره پاكستان ايجوكېشن انډومنټ فنډ جوړول باوري كوي٬ مونږ به د تل غوندې د هېواد ځوانانو ته تعليم٬ هنر٬ ليپ ټاپس او د روزګار موقعې وركوو٬ حكومت به ځوانانو ته د نړيوال معيار عصري تقاضو له مخې هنر وركوي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم يوته لون پروګرام دائره كار زياتولو سره ځوانانو ته به په آسان شرائط قرض څخه په كاروبار كښې آسانۍ وركوي۔ ځوانانو ته د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې آسانۍ وركولو سره د هېواد آئي ټي برآمدات زياتېدې شي٬ ځوانانو ته به فري لانسنګ او پیشه وارانه تربيه وركولو سره خپل روزګار كښې آسانۍ وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د تېر حكومت د څلورو كلونو تور دور كښې په ځوانانو كښې كركه او د اړي ګړي جذبات وركړی شي٬ مونږ د خپل ځوان كول صلاحيتونه په ښه ډول كارولو سره به د هېواد او قام پرمختګ باوري كوو۔ ده ووئيل چې كوچنې كاروبار او په كوچنۍ كچه د صنعت پرمختګ لپاره به ټولې آسانۍ وركړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Death and despair
-
FM leaves for Romania, Spain on official visit
-
Tanzania’s Navy Commander visits NHQ
-
Stop doing politics on tragedies: govt to opp
-
Number of hospitals to be increased 1000 under ‘Sehat Sahulat program’ by March: CEO
-
Lahore reports 21 fresh Omicron cases
-
Javed Iqbal appreciates excellent performance of NAB Lahore
-
Associate producer Imran Ahmad dies
-
Eight injured in Cylinder blast in Lahore hotel
-
NAB officer booked from court for using mobile phone
-
No additional taxes levied on common masses during last 3 years: Kanwal Shauzab
-
SHC orders demolition of three structures