کراچۍ 26 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل وئيلي دي چې د عمران خان په ميډيکل رپورټ كښې شراب او د کوکين اجزا موجود وو او په پتون كښې ئې يو قسم فرېكچر نه ٶ، په رپورټ كښې د عمران خان په ذهني صحت هم سواليه نشان دے۔ د جمعې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان چې كله ونيولے شو نو په پمز كښې ئ ميډيكل وكړے شو كوم لپاره چې د سينئر ډاکټرز پشمول پنځه كسيزه بورډ جوړ كړې شوې ٶ۔ ده ووئيل عمران خان ته د عدالت لخوا د ترلاسه اميونټي له امله دا رپورټ وړاندې نه كړې شو خو اوس دا پبلك دستاوېز دے۔ ده ووئيل عمران خان چې پنځه شپږ مياشتې پلستر سره ګرځېدو ٬ په ميډيكل رپورټ كښې ئې په پتون كښې يو قسم فرېكچر نشته۔ ده ووئيل په ھغه مهال د عمران خان د يورين سېمپل هم اخستې شوې او ابتدائي رپورټ كښې ئې شراب او د كوكين اجزا موجود وو۔ ده ووئيل د ډاكټرز پېنل له مخئ د ھغه په دماغي صحت هم سواليه نشان دے، رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې د عمران خان حرکات او سکنات د يو صحت مند انسان غوندې نه دي۔ ده ووئيل چې تفصيلي رپورټ راشي نو ھغه به هم پبلك كوٶ۔ ده اولس ته ووئيل چې د مئي 9مې پېښو ثابت كړې ده چې دې كس ځوانان خپلې ګټې لپاره استعمال كړي، عمران خان د معاشرے روايات ويجاړ كړي، د ھغه جلسې له خو خلق ځي خو يو عزت دار سړے ھغه ته خپله كورنۍ كښې د خوراك بلنه نه وركوي۔ ده ووئيل دا كس د عدالت لخوا صادق او امين ګرځولے شوې ٶ اوس هر څه د ټولو په وړاندې راغلے دي
متعلقہ مضامین
-
Blast outside Quetta college kills four, injures 15
-
Pakistani Rupee bounces back against US dollar in interbank market
-
Eleven more Omicron cases reported in Karachi
-
People support PM’s vision: Farrukh
-
Reports about ‘mini-budget’, taxes, IMF twisted to create hype
-
Pakistan, India exchange lists of prisoners
-
Shehbaz has to choose between London or jail
-
66 out of 179 mega corruption cases concluded: NAB chief
-
Paternal uncle kills a minor girl for making noise
-
4 dead , 15 injured in bus accident in Khairpur
-
Road mishap claims five lives in Khairpur
-
PTI did not disclose Rs310m funding to ECP: report