اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې په پاكستان كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګه پراخا استعداد لري او موجوده حكومت د معاشي پرمختګ او كوټلي نمو لپاره دې څانګې ته پراختيا وركولو كښې خوښي لري۔ده دا خبره د نهې په ورځ د ډيجيټل اوشن چيف ايګزېكټو آفيسر يانسي سپروئل سره په ملاقات كښې كړې۔د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬خاص مرستيال طارق محمود پاشاه٬د خزانې سېكرټري٬د اېف بي آر چيئرمېن٬د اېس اي سي پي كمشنر او د فنانس ډويژن او نور سينئر افسران هم په دې موقع موجود وو۔يانسي سپروئل د خزانې وزير مننه وكړه او دې يې د خپلې ادارې كاروباري پروفائل او د پاكستان اقتصادي پرمختګ كښې د مرستې نه خبر كړو۔ده د خزانې وزير ته د سافټ ويئر پرمختګ او مېډيم وكلاؤډكمپيوټنګ اېس اېم ايز فعاله كولو كښې په هېواد كښې د دې د موجوده سرمايه كارۍ په اړه هم خبر كړو۔د خزانې وزير يانسي سپروئل هركلے وكړو او وې وئېل چې په پاكستان كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې پراخا استعداد موجود دې۔ده ووئيل چې موجوده حكومت د معاشي پرمختګ او كوټلي نمو لپاره دې څانګې ته پراختيا وركولو خوښي لري۔د خزانې وزير د هېواد افرادي قوت په آئي ټي كښې تربيه وركولو كښې د خوښۍ په څرګندونه ډيجيټل اوشن وستائېلو۔ده باور وركړو چې حكومت به كمپنۍ ته په هېواد كښې د خپل كاروبار او سرمايه كارۍ پراخا كولو لپاره هر ډول مرسته وركوي۔د ډيجيټل اوشن سي اي او په مرسته وركولو د خزانې وزير مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
‘KP government to take on dengue’
-
Punjab reports 501 new cases of dengue
-
Even allies not on the same page with govt?
-
Sindh police support aggressors, says Haleem
-
Chinese vaccines Sinopharm, Sinovac approved for children above 12 years
-
Shoaib, Rizwan fit for playing today’s semi-final against Australia
-
‘All-out efforts should be made to resolve residents’ complaints’
-
Pakistan wants long-term relations with US: COAS
-
Elderly, married women raped in different incidents in Punjab
-
China’s technology export will improve Pakistan’s agriculture
-
Haleem, Gohar discuss political situation
-
Rawalpindi’s coronavirus positivity rate drops to 0.3 pc