اسلام آباد۔28دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په پاکستان کښې د كركيلې پرمختګ د خوراکي تحفظ ضامن ګرځولو سره ويلي چې د کسان پيکيج عملي کول دې ګړندې کړې شي٬ د دالونو او نورو شيانو د توليد زياتولو لپاره دې د غوره تخمونو رسول باوري کړې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نوموړي دا هدايت د كركيلې څانګې پرمختګ لپاره د حكومت لخوا د وركړې شوي تاريخي كسان پېكج په اړه د جائزې غونډې مشري كولو په مهال وكړو۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار، د قامي خوراکي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير چوهدري طارق بشير چيمه، د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان، د صنعت وفاقي وزير سيد مرتضيٰ محمود، د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب، د پټروليم وزير ډاكټر مصدق ملک ٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر جهانزېب خان ٬ د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد ٬ د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسان افضل او نورو اړوندو لوړ پوړو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل په كسان پېكج دې عمل درآمد ګړندې كړې شي، د كرنې څانګې پرمختګ په پاكستان كښې د خوراک تحفظ ضامن دے۔ ده وويل، مونږ بايد په پاکستان کښې په هر حالت کښې د خوراکي توکو تحفظ تامين كړؤ٬ په هېواد کښې د خوراکي توکو تحفظ لپاره بايد د غنمو، پنبه، کنوله او د زيتون كر او توليد ته خاص پام وګرځولے شي او کروندګرو ته دې د دالونو په شمول د غلې پېداوار زياتولو له غوره تخمونه وركړې شي۔ غونډې ته اوویل شول چې په كسان پېكج د عملدرآمد٬ ځوانانو له د قرضې وركولو ٬ وړو كرونده ګرو او په سېلاب ځپليو سيمو كښې كرونده ګرو ته د سود نه د پاكې قرضو وركولو په لړ كښې سټېټ بېنك د نوټيفيكېشن د لارې بېنكونو ته هدايات جاري كړې دي۔ ده ووئيل د روان مالي كال په مهال تر نومبر مياشتې د 664 اربه روپو قرضې كرونده ګرو ته وركړې شوي دي كومې چې د تېر مالي كال دومره مودې په مقابله كښې 36 فيصده زياتې دي۔
متعلقہ مضامین
-
Rawalpindi police recover abducted newborn
-
RUDA at Dubai Expo 2020: Future is Pakistan
-
Senate body decries lacks of groundwater statistics
-
President Alvi summons NA, Senate sessions on Friday
-
Pakistan records 11 COVID-19 deaths, 515 new cases in a day
-
Govt committed to GB development: Tarin
-
FIA detains PIA manager over Rs3 billion iPad scam
-
TLP workers continue their protest in Wazirabad
-
Distribution of health card in province to be completed till March 2022: Yasmin Rashid
-
Time ripe for Pak-China logistic cooperation
-
Parliamentary session on national security underway in Islamabad
-
Pakistan wants long-term ties with Canada: Gen Bajwa