اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د بدلېدونكې وضعې له مخې د رامخې ته قامي چېلنجونو مخنيوي لپاره قامي يوالې د وخت غوښتنه ده٬ وزيراعظم عمران خان د مدينې رياست ځالانده اصولو تر مخه تږ لاره وضعه كړې كومه چې د ټولو وګړو د حقونو د تحفظ ضامن ده ٬ حکومت د مسئلو د لرې كولو بشپړ صلاحيت او پوخ عزم لري٬ د مسائلو هواري لپاره بس خبرې اترې يوازنۍ لاره ده٬ په وړومبي ځل د پاكستان سياسي او عسكري قيادت په يو پېج دي۔ د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د جمعې په ورځ “سوله ايز شريك سباٶن پلو پاكستان”(پرامن بقائے باهمي پلو پاكستان) په سرخط قامي سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دې د معيشت پشمول د ټولو رامخې ته شوو مسئلو ذكر كولو سره ووئيل د دې هواري لپاره به ټولو له په ګده خپل كردار لوبول وي۔ دې ووئيل كه ټول د خپلې خپلې برخې كار وكړي نو مسئلې به ډېر زر لرې شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاکستان بنياد د لا اله الا لله په نظريه اېښودې شوې٬ وزيراعظم عمران خان اقتدار ترلاسه كولو سره د مدينې د رياست ځالانده اصولو تر مخه تږ لاره وضعه كړې۔ دې ووئيل اسلام امن خوښې مذهب دے او د انتها خوښۍ او شدت خوښۍ د ترويج خو هډو اجازه نه وركوي٬ دې ووئېل د اسلام په ټول تاريخ كښې به د چا نه د كركې كولو ثبوت تر لاسه نشي ٬ مونږ له به ټولنه كښې د عدم برداشت آډانه رويې حوصله ماتول وي۔ ډاكټر فرودس عاشق اعوان ووئيل ټولنه كښې يو څو انتها خوښو عناصرو د مذهب په نامه كركه خپرولو سره د اړي ګړي ناوړه هڅه كړې٬ دې ووئېل د اظهار د آزادۍ حق ټولو ته تر لاسه دے خو دا په چا د تپلو به هېچرې چا له اجازه ورنه كړې شي٬ عدم برداشت او كركه د اسلامي دين د تعليماتو منافي عمل دے۔ دې په دې خبره زور رواړو چې ټولو له به په ټولنه كښې د كركې خپرونكو بيانونو او موادو خاتمې لپاره هڅې كول وي٬ په دې لړ كښې د اسلامي نظرياتي كونسل كردار مهم دے۔ خاص مرستيالې ووئېل د ټولو وګړو د حقونو تحفظ د رياست وړومبنۍ ذمه اري ده٬ اسلام په حقوق العباد او حقوق الله كښې د توازن نامه ده ٬ اسلام كښې د مېرمنو په معاشرتي حقونو خاص زور رواړلې شوې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل نننې دور د معاشي خپلواكۍ دور دے٬ په وړومبي ځل د پاكستان سياسي او عسكري قيادت په يو پېج دے او ھغوي قام ته د پېښو مسئلو نه ښه خبر دي۔ دې ووئيل د امنيتي ځواكونو او د قام په قربانيو هېواد د ترهګرۍ لعنت نه خلاص شوې ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاکستان تحريك انصاف حكومت قام ته د پېښو مسئلو د هواري صلاحيت او پوخ عزم لري اوپه دې لړ كښې عملي ګامونه پورته
متعلقہ مضامین
-
ECP to notify reserved PA seats after by-polls
-
IHC stops police from arresting Sheikh Rasheed
-
ISI mandated to screen all public office-holders
-
CM directs to complete surface water treatment project
-
IWMI Pakistan sensitizes media on Pakistan’s water security challenges
-
DRAP suspends registration of three drug products
-
‘Pakistan part of Saudi Arabia Raod to Makkah initiative’
-
Sargodha University climbs up Times Higher Education rankings 2022
-
Pak-China cooperation in bio health agriculture to boost wheat production
-
Minister vows to provide facilities to people of Balochistan
-
IGP Sindh for strict security of cattle markets, traders, buyers
-
Energy crisis echoes in NA