اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره تربيې چارو وفاقي وزير شفقت محمود سره بيرونس سيده وارثي ليدلي دي ۔پھ دې موقع سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې پاكستان كښې د تعليم او سكل ډوېلپمنټ ودې په اړه خبرې اترې وشوې۔وفاقي وزير ووئيل د تعليم او سكل ډوېلپمنټ ته حكومت پام لرنه كوي ٬د تعليم په څانګه كښې بېل چېلنجونه رامخې ته شوي٬د ټولو چېلنجونو لرې كولو لپاره د تعليم وفاقي وزارت پالېسي وضعه كړی او په دې يې كار پیل كړې د كومې ميوې به چې ډېر زر ترلاسه كېدل پېل شي۔وفاقي وزير ووئيل د تعليم ودې لپاره صوبو سره په ګډه كار كوو٬د خواندګۍ شرح زياتوالو لپاره په قامي كچه پروګرام لانچ كولې شي٬ ده ووئېل د سكل ډوېلپمنټ لپاره د سكول په كچه پېشه وره تعليم معارفې كوو او په اسلام آباد كښې به سكل پوهنتون جوړ كړې شي۔پھ دې موقع بيرونس سيده وارثي د تعليم او سكل ډوېلپمنټ په اړه حكومتي ګامونه وستائېل۔دې ووئيل د ټېكنيكل ايجوكېشن په مېدان كښې حكومت له د پاكستانو او بهرنو پوهنتونونو ترمينځه روابطې جوړول پكار دي۔د پېشه وره تعليم لپاره ضروري ده چې د هنرونو سرټيفيكټ پروګرام پېل كړي شي كوم به چې بهر هېوادونه هم تسليم كړي۔د تعليم وفاقي وزير په غوره رايه د بيرونس سيده وارثي مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Asad writes to Shehbaz on interim PM’s appointment
-
2.6m saplings planted in Faisalabad division
-
PA secretariat issues order to withdraw powers delegated to Dost Muhammad Mazari
-
Joint opposition urges NSC to inform public of facts
-
Rally held to show solidarity with PM Imran Khan
-
CDA approves Easter allowance for Christian employees
-
Polls not possible before Oct: ECP
-
‘Mass resignations’ the only solution to political turmoil
-
Viral diarrhea breaks out among children in twin cities
-
Free treatment under Sehat Card continues across Pakistan
-
Step-brother shoots two sisters to death
-
Welcome to ‘Old Pakistan’: Bilawal