اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په صوبو دننه بيلو سيمو كښې د پرمختيائي كارونو فرق ختمولو له ضروری ده چې لوکل ګورنمنټ سسټم مستحکم کړې شي او په فنانس ایوارډ عملدرآمد باوري كړې شي، صوبو كښې سالډ وېسټ مینجمنټ او پھ خاص توګه د خزلې څخه د توان پیدا کولو ته پام لرنې ته اړټيا ده۔ ده دا خبرې د پاکستان تحریك انصاف هزارہ ډویژن د قامی اسمبلۍ غړو سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د شورو پھ ورځ ده سره وزیراعظم آفس كښې ليدلې وؤ۔ ملاقات كښې د توان وزير عمر ایوب خان، پرنس نواز الائی، صالح محمد، علی خان جدون او عظمی ریاض شريك وؤ۔ په دې موقع خاص مرستيال نعیم الحق، وياند ندیم افضل ګوندل، ملك عامر ډوګر او ارشد داد هم موجود وؤ۔ د قامی اسمبلۍ غړو وزیراعظم د خپلو خپلو سيمو د اولسي ستونزو څخه خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د سېلګرۍ زيات صلاحیت شته، صوبه كښې غريبۍ كښې كمې كول سېلګرۍ ته وده وركول دي، د سېلګرۍ پوټېنشل ته لا ودې وركولو له ګامونه پورته كوو چې ورسره به صوبه كښې سوكالي راشي۔ ده ووئيل سېلګرۍ ته د ودې وركولو سره دې خبرې خاص خيال كول دي چې ځائې وګړو ته د روزګار زياتې موخې په لاس ورشي۔ وزیراعظم ووئيل صوبو كښې سالډ وېسټ مینجمنټ او پھ خاص توګه وېسټ ټو انرجی ته پام لرنې ته اړټيا ده۔ ده ووئيل په صوبو كښې دننه بيلو سيمو كښې پرمختيائي كارونو كښې فرق ختمولو له ضروری ده چې لوکل ګورنمنټ سسټم مستحکم کړې شي او په فنانس ایوارډ عملدرآمد باوري كړې شي
متعلقہ مضامین
-
Govt urged to pay attention to Lok Virsa administrative mess
-
Umer Ayub distributes stipends among imams, priests
-
‘PPP using Sindh’s resources for personal interests’
-
Report on ‘State of Violence against Women, Children’ launched
-
Ehsaas bazaars reflect PTI’s sincerity to masses: Laghari
-
Missile ‘accidentally’ fired into Pakistan, admits India
-
Ill-planned no-confidence caused bitterness in politics: Fawad
-
Pakistan to send humanitarian assistance to Ukraine soon
-
News desk of daily ‘Jang’ developed fake story about PTI MPs: Fawad
-
Three-Day career guide expo 2022 concludes
-
Three Women Crisis Centers, Shelters houses working in Balochistan
-
Sports strengthen youth’s mental and physical ability: Isphanyar