اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر میا شهباز شریف وئيلي دې د مومند بند منصوبه مسلم ليګ (ن) پېل كړې وه٬ د دې منصوبې ټهېكه وركولو ذمه واري د پي ټي آئي ده ٬ د 309 اربه روپو ټهېكه په سنګل بولۍ كمپنۍ ته وركول د سپېځلتيا او مېرټ برعكس ده ٬ د “ري بډنګ” د لارې د سپېځلتيا تقاضې ترسره كېدې شوې٬ د مومند بند ټهېكې په معامله دې ايوان كښې بحث وكړې شي او په دې لړ كښې دې كمېټي جوړه كړئ شي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل د اېل اېن جي په ځائ فرنس آئل څخه ګرانه برېښنا جوړولې شي٬ د داروګانو نرخ 15 فيصده زيات كړې شوې ٬ هېواد كښې ګرځېنده قرض زيات شوې٬ په دې چارو د تحريك التواء د لارې بحث كول پكار دې۔ ده ووئيل د اوبو ذخيرې جوړول د وخت ضرورت دے٬ دیامر بھاشا بند لپاره د مسلم لیګ (ن) حکومت زمكه اخستې او دغسې مومند بند لپاره هم حكومت 200 اربه روپۍ بېلې كړې۔ ده ووئيل د مومند بند منصوبه مسلم ليګ (ن) پېل كړې ٬ د دې منصوبې ټهېكه وركولو ذمه واري د پي ټي آئي ده ٬ ده ووئېل د 309 اربه روپو ټهېكه په سنګل بولۍ كمپنۍ ته وركول د سپېځلتيا او مېرټ برعكس ده ٬ د “ري بډنګ” د لارې د سپېځلتيا تقاضې ترسره كېدې شوې٬ ده ووئېل مونږ عبدالرزاق داؤد څخه هېڅ ګيله نه لرو٬ ھغوي ښه شخصيت دے خو ھغوي د دې حكومت سلاحكار دے ٬ دې كمېټۍ څخه د ھغه مفاد تړلې دې٬ د مومند بند ټهېكې
متعلقہ مضامین
-
Workshop on women held in Karachi
-
Punjab govt to construct more playgrounds: minister
-
Seminar to educate people about significance of vote
-
Archbishop Canterbury arrives on three-day visit
-
State to appeal decision in Qandeel Baloch case before SC: Maleeka
-
Security forces kill terrorist in North Waziristan IBO
-
Zameen.com lays foundation stone of Kazani-3 in Gulberg Greens
-
Punjab govt taking concrete steps on family planning: Dr Yasmin
-
WPC committed for empowering women development: Munaza
-
Kamyab Pakistan Programme to be launched all across country: Tarin
-
Rangers organize free medical camp in Karachi
-
New Zealand arrests 46 in global paedophile probe