پېښور 14 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار اپريدي وئيلي دي پاکستان په خوندي لاسونو كښې دے او ھغه خلق به تل ياد ساتلې شي چا چې وطن محفوظولو لپاره خپل ځانونه قربان كړي۔ دوهم وزير دا خبرې د ګل په ورځ د فرنټيئر كور 26م بېچ پاسنګ آٶټ پرېډ په موقع ځوانانو او ګډون كولو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دوهم وزير ځوانانو ته ووئيل ستاسو شمېره په ھغه خوش نصيبه خلقو كښې كېږي څوك چې د هېواد د پولو حفاظت كوي۔ ده ووئيل پاكستانې قام لازواله قربانۍ وركړې او نن مونږ له نړۍ له دا باور وركول دي چې د ترهګرۍ په ضد د نړۍ د ټولو لوي جنګ پاكستان كوي۔ دوهم وزير ووئيل زه ھغه مېئندو ته تېرزونئې وړاندې كوم چا چې د وطن بقا لپاره خپل ضامن قربان كړي۔ ده ووئيل زه ھغه شهيدانو ته هم سلام كوم چا چې د هېواد او قام لپاره ځانونه قربان كړي او په هر دور كښې كله هم چې په قام د ازمېښت وخت راغلې امنيتي ځواكونو ئې په مړانه مقابله كړې۔ ده ووئيل د وطن په دفاع كښې د اېف سي كردار مسلم دے ٬ فورس تل خپل كردار په ښه ډول ترسره كړې۔ ده ووئيل مونږ ګاٶنډيانو سره غوره اړيكې غواړو او هند سره د كرتار پوره پولې پرانسته هم په دې لړ كښې د پاكستان لخوا يو ښه مثال او واضح ثبوت دے۔ شهریار ووئيل افغان كډوالو لپاره مونږ هر ډول
متعلقہ مضامین
-
Matches decided in 1st Sindh Muslim tennis championship
-
Tang International, KIU to launch joint degree programs
-
The Venezuelan crisis
-
PTI completes 29 dams in last two years
-
Arrest of APHC VC Ghulam Ahmad Gulzar condemned
-
Shehbaz using delaying tactics to avoid indictment in money laundering case: Farrukh
-
Archbishop of Canterbury hails army’s efforts to combat terrorism
-
Commuters complain of overcharging on Karachi Green Line bus
-
FBR collects Rs3799 bln taxes in 8 months: Farrukh
-
President signs OGRA, Allied health professionals bills into Acts
-
Pak embassy in Algeria’s social media accounts hacked: FO
-
Man kills wife in Mingora