اسلام آباد ۔ 7 جنوری (اے پی پی) د خېبر پختونخوا قبائلي سيمو په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو د كورونو معاوضې ادا كولو عمل د فنډز نشتوالي لامله له تېرو 6 مياشتو ځنډ سره مخ دې۔ د بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې چارواكو د ګل په ورځ اے پي پي سره خاص خبرو كښې ووئيل چې دخېبر پختونخوا قبائلی ضلعو بې كوره شويو كسانو ته د آپرېشن ضرب عضب په نتيجه كښې د تباه شويو كورونو د معاوضې وركولو عمل د تېرو 6 مياشتو څخه د فنډز نشتوالي لامله ځنډ سره مخ پاتې شوې دې۔ چارواكو ووئيل چې وفاق ته د بې كوره كسانو د كورونو معاوضې وركولو په حقله خواست وركړې شوې دې ولې تر دې دمه د فنډز ترلاسه كېدل ځنډ سره مخ دي۔ د سوئيلي وزيرستان حاجي محمد جاوېد اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل چې زما د كورے سروے 6 مياشتې وړاندې شوې ده ولې تر دې دمه ماته معاوضه راكړې شوې نه ده او نه په دې اړه كوم معلومات راكولې شي۔ يوازې دا راته وئيلي شي چې انتظار كوه۔ ده وفاقي حكومخت ته خواست وكړو چې د قبائلي سيمو بې كوره شويو كسانو ته د معاوضې ادا كولو فنډز دې جاري كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Mohammad Rizwan named skipper of HBL PSL 7 squad
-
President underlines need for promoting inter-faith harmony
-
Restaurants on Margalla Hills polluting water, Senate body told
-
Policemen praised for excellent security during PSL-7
-
Opposition to face defeat on No-confidence motion: Kanwal Shauzab
-
PM Imran Khan takes most effective measures for welfare of masses despite COVID-19 crisis: Faisal Javed
-
Court grants time to submit comments
-
Stakeholders urge govt to notify Free and Compulsory Education Act
-
Civil Defence Day observed in Sukkur
-
President signs OGRA, Allied Health Professionals bills into Acts
-
Lahore Police spring plantation drive starts
-
7,500 repeat criminals in Sindh to be e-tagged