اسلام آباد 14 دسمبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي د ايډن د ايډن هاؤسنګ سكيم 7611 ځپليو د 11 اربه روپو كلېمز جمع كړي ۔ نېب د تورنو اثاثې پخپلو لاسو كښې اخستې دي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور محمد طاهر بزنجو د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ایډن هاؤسنګ اېنډ ډوېلپر سوسائټی انتظامیې او نورو په ضد د روان كال جنورۍ مياشتې 11 مې نېټې څخه پلټنې پېل شوي ۔ تورن ډاكټر محمد امجد، انجم امجد، مرتضیٰ امجد او مصطفی امجد تفتیش ته وړاندې نه شول۔ د روان كال ستمبر مياشتې په 12 مه نېټه احتساب عدالت دوئي اشتهاري ګرځولې وو ۔ د تورنو منقوله او غېر منقول جائيداد نېب په 20 جون منجمد كړې۔ بلخوا د قانون او انصاف وزارت لخوا ايوان خبر كړې چې قانون او انصاف لپاره د پاكستان كمېشن لخوا د ترلاسه شوو معلوماتو ترمخه په سپریم کورټ آف پاکستان كښې 39 زره 742، لاهور هائی کورټ كښې 165 زره 800 ٬ سندھ هائي كورټ كښې91 زره 548، پېښور هائي كورټ كښې 29 زره 444، بلوچستان هائی کورټ كښې 6 زره852 او اسلام آباد هائی کورټ كښې 17 زره 56 مقدمې ځنډېدو سره مخ دي۔
متعلقہ مضامین
-
In Belgium visit, COAS discusses Afghan situation
-
PM invites Austrian Chancellor to visit Pakistan
-
Rescue 1122 becomes source of pride for Pakistan: Dr Faisal
-
Frustrated opp pursuing politics of chaos: Qureshi
-
SAPM inaugurates anti-begging squad
-
PSCA launches ‘Women Safety App’ awareness campaign
-
Sindh govt deprived people of even basic rights: SAPM
-
Govt supporting digital transformation of media in Punjab: Khawar
-
Whopping plantation under ‘Plant for Pakistan’ starts in KP
-
Fakhar Zaman among top three to score 500 runs in single PSL edition
-
Tarakai directs framing of rules, regulations for public schools
-
Mega hydropower projects to create 35,000 jobs in Pakistan