اسلام آباد 25 نومبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د کرتارپور کوریډور پرانستې دستوره كښې د دوو وزيرانو په رالېږلو د هندي حكومت د پرېكړې هركلے كړے او دا ئې د پاكستاني اقدام په ځواب كښې په زړه پورې غبرګون ګرځولې دے ۔ خارجه وزير د اتوار په ورځ وزارت كښې د پاكستان فارن آفس ووېمنز اېسوسي اېشن چېريټي بازار دورې موقع “اے پي پي” سره په خبرو كښې ووئيل سكه ټولنه رانزدې كولو لپاره د پاكستاني اقدام هند غوره ځواب راكړې۔ د يادونې وړ ده د هند خارجه وزېرې سشما سوراج د خپل پاكستانې هم منصب شاه محمود قرېشي د خط په ځواب كښې په 28م نومبر كرتار پور كوريډور پرانستې دستوره كښې د دوو هندي وزيرانو هرسمرت كور بادل او هرديپ سنګه د رالېږلو تصديق كړې۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د دې مهم اقدام د لارې پاكستان د لكهونو په شمېر د سكه ټولنې زړونه ګټلي۔ ده باور څرګند كړو چې د كوريډور پرانستې سره به د امريكې او برتانيې پشمول د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو څخه د سكه كميونټي پاكستان ته راتګ زيات شي۔ ده ووئيل سكه ټولنې ته پاكستان كښې د مينې د جذباتو سره هركلے وئيلي شي او ھغوي به د پاکستان او پاکستاني اولس په اړه مثبت اثرات ځان سره يوسي۔ د دې نه وړاندې د چېريټي بازار په موقع پاكستان كښې د هند هائي كمشنر اجے بساريه خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ملاقات كړې۔ خارجه وزير په دې موقع چېريټي بازار كښې د چين ٬ تركيه ، جاپان او اد مينځۍ آسيا د سټالونو دوره هم وكړه
متعلقہ مضامین
-
د شهباز شريف د حكومت نه وړاندې او وروستو اثاثې دې وكتلې شي
-
د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې غونډه٬
-
راروانو 24 ساعتونو كښې به زياتره سيمو كښې موسم خشك وي۔ د موسمياتو څانګه
-
جدیده نړۍ كښې د بیانیې جنګونه روان دي
-
هېواد كښې د ټېكسټائل نظام پرو ګروت جوړولو له ټېكس ريفارم كمېټي جوړه كړې شوې۔ د مينو فېكچرنګ په كچه د زياتو ټېكسونو ختمولو له به هم ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ د خزانې وفاقي وزير
-
د پاكستان لخوا د سعودي عربستان شاه سلمان بن عبد العزيز او ترك اولسمشر اردوان ترمينځه رابطو ته هركلې
-
د قامې روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د شېري كمیائن جاج اخستلو له د روغتيا مركزونو دوره ٬ د شېري مخنيوي د قامي كمپائن معائنه
-
د قامی اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر به د عمرې ادا كولو نه پس (نن) د زيارت پھ ورځ هېواد ته راستنېږي
-
مسلم ليګ (ن) د انكم ټېكس آرډیننس سېکشن 227C (a) كښې فائلر او نان فائلر لپاره د ابهام په اړه د پام ګرځونې نوټس د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې جمع كړو
-
په 12 ربیع الاول به د سیرت النبی په سرخط نړيوال کنفرنس اسلام آباد كښې كېږي
-
د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د تعليم وزير جوړېدو سره د لاهور د تعليم محكمې ته د جعلي ټېليفون كونكو په ضد كاروائۍ كولو لپاره اېف آئي اے ته درخواست وركړو
-
د قامي خزانې لوټ كوؤنكو له هېڅ معافي نشته، شهریارخان آفریدی