اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پی پی) د مذهبی چارو وزارت عید میلاد النبیؐ په مذهبی عقیدت او احترام سره لمانځلو له د جوړو كړو پروګرامونو تفصیلات جاری کړې دي، په 12 ربیع الاول به د سیرت النبیؐ په سرخط نړيوال کنفرنس اسلام آباد كښې كېږي۔ په دې ورځ به ټول هېواد كښې عامه رخصتي وي۔ د ورځې په پيل به په وفاقی پلازمينه كښې د 31 دغسې صوبائی سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامی څخه كېږي ۔ په ټول هېواد كښې به په سرکاری ودانو څراغونه او د سیرت خاص بینرې لګولې شي۔ د 12 ربیع الاول په ورځ به دا ځل د نړيوال سیرت کنفرنس سرخط ’’ختم نبوتؐ او د مسلمانانو ذمه وارۍ د تعلیمات نبویؐ په رڼا كښې ‘‘ اېښودې شي۔ دې نه ځانله صوبائی، ډویژن او د ضلعو په كچه به هم د سیرت کنفرنسونه كولې شي د كومې پرانسته به چې ګورنران او د وزيرانو نه علاوہ علماء و مشائخ کوي۔ اسلام اباد كښې په قامی سیرت، نعتیه کتابونو او مضمون لېكلو سيالو كښې ښه پوزیشن ترلاسه كوونكو له به انعامات وركولې شي۔ تعلیمی ادارو ٬ كونډو ، بې كوره كسانو، خصوصی كسانو او یتیمانو باندې به خواږه وېشلې شي ۔ په ټی وی چینلز به د رسولؐ تعلیمات او افکارو په اړه د اخلاقی کردار سازۍ پروګرامونه ښودلې شي۔(
متعلقہ مضامین
-
PML-N built roads only for kickbacks: Khawar
-
Carrying capacity build up of tourist spots necessary to avoid Murree like tragedies: Amin
-
PAF rescue, relief operations continue in Balochistan
-
Amid tragedy, Buzdar attends PTI meeting
-
PAF relief operation underway in Balochistan
-
Punjab Police taking part in Murree relief operation
-
Mobile operators start offering free calling in Murree, Galliat: PTA
-
Ramiz Raja suggests four-nation series including India
-
A new suspect in the Harmain murder case has been arrested in Karachi
-
Qureshi arrives in Spain on a three day visit
-
PPP, PML-N funding case: plea filed for early hearing
-
Punjab reports 445 fresh COVID cases