اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي حکومت د ټېكسټائك صنعت جديد كولو او د پومبې پېداوار زياتولو لپاره عزم لري ٬ د پومبې پېداوار زياتولو او معياري جوړولو له به كمپائن پېل كوٶ٬ سيمه ايز تجارت ته وده وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ ده ووئيل چین، جاپان، اروپائي ائتلاف او امريكا د پاكستاني مصنوعاتو لپاره لوئې منډيانې دي۔ ده ووېيل ټېكسټائل څانګه د هېواد په معيشت كښې ډېر اهميت لري او د پاكستان د برآمدات 60 فيصده برخه هم د څخه ترلاسه كېږي۔ ده ووېيل د ټېكسټائل صنعت مسئلو سره مخ دے او په نړيوال تجارت كښې زمونږ برخه هم لږه ده٬ د ګاٶنډي هېوادونو په مقابل كښې زمونږ برآمدات لږ دي٬ ده ووئېل د اېكټر په سر د پومبې پېداوار لږ دے او د پومبې د كر زمكه هم كمه شوې ۔ ده ووئيل د ټېكسټائل صنعت پخوانۍ مشنيري كاروي كومه چې د جديدو تقاضو سره سمول غواړي ۔ ده ووئيل د قام په حېث به مونږ له د معيشت پرمختګ لپاره معياري او جديد طريقې خپلول وي۔ ده ووئيل پومبې او د ټېكسټال څانګې سره تړون لرونكو ادارو له به خپله كاركردګي ښه كول وي دغسې چې د ھغوي هڅې په ځائ شي او كروندګرو ته هم ګټه ورسي ۔ ده ووئيل د چين سائنسمدارو د كركيلي او پومبې په اړه غوره نتيجې ترلاسه كړې ٬ دغسې د چين په مرسته به د دې څانګې د كار استعداد زياتولو لپاره ګامونه پورته كولې شي۔ عبدالرزاق داود ووئيل حكومت په يو مېليونه ټنه چينۍ په برآمد كولو زيرو سبسډي وركړې۔ ده ووئيل د منطقې ټولو هېوادونو سره تجارتي او شريكې اړيكې زياتول غواړو او ټولو شراكت دارو سره د مشاورت نه پس به د ټېكسټائل پالي
متعلقہ مضامین
-
One held, FIR registered against four Policemen
-
Firing on artists: Case registered
-
Teenager arrested for raping minor girl in Karachi
-
12 families trapped in snowfall recovered in North Waziristan
-
Three more dead due to Covid-19 in Sindh
-
People, not me, helped Imran Khan become PM
-
Polio vaccination campaign kicks off in Larkana
-
Dr Shireen Mazari launches Human Rights Complaint Cell
-
Saudi delegation visit to open new era of green diplomacy: Amin Aslam
-
PPP govt working to give poor people their rights: Bilawal
-
Nawaz’s ill-gotten wealth in London doing politics in Pakistan: Fawad
-
Anti-polio drive kicks off in Sukkur