اسلام آباد 18 ستمبر(اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي حكومت د كال 2018 ټولټاكنو پلټنو پاره د مخالفې ډلې غوښتنه تسليمولو سره وئيلي دي د خاص كمېټۍ جوړولو پرېكړې شوې٬ د جمهوریت استحكام او د جمهوری ادارو مضبوطيا غواړو٬ د ټولټاكنو پلټنو لپاره كمېټي به واكمنه وي٬ د دواړو اړخو د ټول ټاكنو پلټنو لپاره چې د كومې جذبې څرګندونه شوې هم د دغې جذبي له مخې به مخ په وړاندې تلل وي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د مخالفې ډلې د ټول ټاكنو نه پس غوښتنه كړې او په ټاكنو ئې د تحفظاتو څرګندونه كړې٬ په دې خبرې شوې او د وزيراعظم عمران خان په موجودګۍ كښې پرېكړه شوې ځكه چې پي ټي آئي په سپېځلتيا باور لري٬ ده ووئېل مونږ قام ته دا وئيل غواړو چې مونږ د مخالفې ډلې غوښتنه تسليم كړې ۔ ده ووئيل وزیراعظم په وړومبۍ ورځ دا اعلان كول غوښتل خو ماحول اجازه ورنه كړه۔ ده ووئيل د جمهوریت استحكام او د جمهوری ادارو مضبوطيا غواړو٬ د ټولټاكنو پلټنو لپاره كمېټي به واكمنه وي او داسې كېدې نه شي چې د ايوان جوړه كړې كمېټي واكمنه نه وي ٬ ده ووئېل په تېر وخت كښې په دې لړ كښې خاص كمېټي جوړه كړې شوې وه او اسحق ډار ئې مشر جوړ ٶ٬ په ھغه اصولو قائم پاتې كېدل پكار دي٬ ده ووئېل كمېټۍ كښې ټولو ګوندونو ته د ھغوي د اكثريت تر مخه نمائندګي وركولې شي بايد مخالفه ډلې د دې بنيادي اصولو له مخې كمېټۍ جوړولو له مرسته وكړي او د دواړو اړخو چې د ټاكنو پلټنو لپاره د كومې جذبې څرګندونه شوې هم د دغې جذبي له مخې به مخ په وړاندې تلل وي۔ د دې نه پس د احسن اقبال ٬ خرم دستګیر خان ٬ شازیه مری او سید نوید قمر لخوا د پورته كړې شوو نكتو په ځواب ده ووئيل حكومت د كمېټۍ جوړولو پرېكړه د مخالفې ډلې په مشاورت كړې٬ يو اړخيزه نه ده شوې٬ زمونږ مقصد سپېځلتيا ده۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې په غوښتنه ښه پېشرفت شوے دے
متعلقہ مضامین
-
Islamabad police, CLAS launch report on ICT training policy
-
Seminar on awareness, prevention of corruption held
-
Students to be taught ‘complete syllabus’ this year: Shafqat
-
Fawad greets working journalists over passage of JPA from Senate
-
Past rulers paid no heed to people’s basic needs
-
TikTok restored in Pakistan
-
New hacker group from India targeting defense units in China and Pakistan
-
‘EVMs to end role of POs in election process by 99%’
-
Experts call for skilled labour force to attain economic growth
-
‘Who is instructing whom, everything will come to light’, says Khaqan
-
Efforts afoot to launch simplified online voting system for overseas: President
-
TBTTP termed global success story at COP26: Zartaj