ملتان 24 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي پيپلز ګوند كه د اولس مشرۍ كانديد اعتراز احسن نوم بېرته واخست نو دا به د نظرياتي سياست دفن كولو خبره وي٬ د كابينې په وړومبنې غونډه كښې د وزيراعظم پشمول ټولو غړو د سپكاوي د خاكو د معاملې سخته غندنه كړې٬ د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كېدو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي٬ پاكستان به په مقبوضه وادې كښې په كشميريانو د هندي ظلمونو ختمولو لپاره خپل كردار ډېر په ذمه وارې سره ترسره كوي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د حضرت بهاؤالدين په مزار د اختر د لمونځ ادا كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ شاه محمود قريشي ووئيل مسلم ليګ ﴿نواز﴾ په پيپلز ګوند د اولس مشرۍ كانديد اعترازاحسن نوم بېرته اخستلو لپاره فشار اچوي كومه چې مناسبه خبره نه ده۔ ده ووئيل زه باور لرم چې پيپلز ګوند د شوچ او مشاورت نه پس اعتراز احسن د اولس مشرې كانديد نامزد كړے۔ ده ووئيل اعتزاز احسن يو پوهه سياستمدار او قانون پوهه دے۔ هغه په سېنېټ كښې د اپوزيشن لارښود په حېث چې كوم كردار ترسره كړې٬ ټولو سياسي ګوندونو ئې ستائنه كړې
متعلقہ مضامین
-
PDM to hold protest against inflation in Karachi today
-
Sindh ruined by incompetent, corrupt mafia: Gill
-
Four guards wounded in two fire incidents in Karachi
-
PDM firm to win war for country’s survival
-
KP govt trains 1 lac youth in IT sector: Asad Umar
-
PEMRA prohibits telecast of CCTV camera footage of Noor Mukadam
-
Inflation, governance real challenges, not opposition: governor
-
Punjab reports drop in dengue virus cases
-
Blackmailing judges through videos PML-N’s despicable history: Fawad
-
100,000 women reported to suffer breast cancer in Pakistan every year: Samina Alvi
-
Senate body for action against fake drug-addict rehab centers
-
Skilled youth vital for prosperity: minister