اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې پخواني مشر سید خورشید شاہ نوي ټاكلي شوي سپيكر اسد قېصر ته مباركي وركولو سره ووئيل چې دا د هېواد خپلواكه پارلمان دې او دا قائم ساتلو لپاره د پيپلز ګوند مشرانو خپل ځانونه قربان كړي ٬ مونږ د تېر وخت خوشګوار تجربه نه لرو خو زمونږ به بيا هم هڅه وي چې آئين ٬ قانون او 21 كروړه اولس لپاره جمهوريت په ځائ ساتلو لپاره كار وكړو٬ مونږ لاس په دعا يو چې حكومت اولس سره كوم لوظونه كړي ھغه سر ته ورسوي٬ هېواد او اولس لپاره د ګټورې قانون سازۍ په لار كښې به خنډان نه راولاړٶ٬ د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې به د مخالفې ډلې آئيني او قانوني حق كاروٶ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خپلو كبرو كښې ده ووئيل د خپل ګوند او ايوان لخوا نوي ټاكلي شوي سپيكر ته مباركي وړاندې كوم٬ بشپړه هڅه به كوٶ چې د پارلمان تقدس په ځائ وساتو٬ په دې هېواد كښې جمهوريت د بېظير بهټو د شهادت په سوب په نظر راغلې كوم چې به مونږ قائم ساتو۔ ده ووئيل مونږ د تېر وخت خوشګوار تجربه نه لرو خو زمونږ به بيا هم هڅه وي چې آئين ٬ قانون او 21 كروړه اولس لپاره جمهوريت په ځائ ساتلو لپاره كار وكړو
متعلقہ مضامین
-
FATA students: NA body seeks HEC notification for doubling seats
-
Alvi calls for youth guidance to benefit from Kamyab Jawan Program
-
Services of legal fraternity for upholding Constitution, law commendable: Fawad
-
NH&MP starts campaign against unofficial, irregular number plates
-
Balochistan forests deplete under nose of forest dept
-
President urges ulema to play role in character building of nation
-
Dengue cases continue to decline in Rawalpindi
-
Nawaz Sharif’s property to be auctioned on 19th
-
Iraqi PM escapes unhurt in terror attack on residence
-
Punjab registers 244 new dengue cases, 1 death
-
Pakistan’s first eco-friendly plastic road to be open in F9 park Islamabad soon
-
Change of guards ceremony held at Iqbal’s mausoleum