اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې ګوندونو پارلماني لارښودو نوي ټاكلي سپيكر اسد قېصر له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړې چې نوې ټاكلې سپيكر به په غېر جانبدارۍ سره ايوان وچلوي٬ حكومت او مخالفې ډلې ته به يو برابر وخت وركړي٬ د جمهوريت استحكام لپاره به ټولو پارلماني ګوندونو له كردار ترسره كول وي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جي ډي اے د قامي اسمبلۍ غړي غوث بخش مهر سپیکر ته مباركي وركولو سره ووئيل كوم غړې چې ټاكلې كېږي د ھغه د مېنډېټ احترام پكار دے٬ څوك نظر انداز كول نه دې پكار۔ د جمهوري وطن ګوند شاہ زین بګټي سپیکر له مباركي وركولو سره ووئيل نواب اکبر خان بګټي چې څنګه شهيد كړې شو مونږ د ھغې باوجود د پاكستان په ضد كله خبره نه ده كړې ځكه چې دا زمونږ وطن دے٬ ده ووئېل زمونږ مرګ او ژوند د پاكستان سره دے٬ جنرال مشرف په مونږ هر ډول تورونه ولګول خو په مونږ د كرپشن هېڅ تور نشته او نه زمونږ كورنۍ بهر هېواد كښې اثاثې لري٬ ده ووئېل بلوچستان كښې ګاز نشته ٬اولس لرګي بلوي٬ تعليم او د صحت آسانۍ د نشت برابر دي۔ د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل هم سپیکر له مباركي وركولو سره ووئيل سید خورشید شاہ په پارلماني او جمهوري ډول مقابله كړې او د نوي ټاكلي شوي سپيكر كاميابي ئې تسلم كړې٬ ده ووئېل زه په وړومبي ځل قامي اسمبلۍ ته راغلې يم ٬ مونږ د بلوچستان اولس د حقونو غږ پورته كولو لپاره رالېږلې شوې يو۔ ده ووئيل مونږ د ایوب خان، جنرال ضیاء او جنرال پروېز مشرف آمریت دورونو كښې د ظلمونو باوجود هڅې دوامدارې ساتلې۔ ده ووئيل مونږ چې د بلوچستان كوم فریاد راوړې كه وانورېدلې شو او زمونږ محرومۍ لرې نه كړې شوه نو دا غږ به دلته تاوېږي راتاوېږي۔ د اېم اېم اے مولانا عبدالواسع سپيكر ته مباركي وركولو سره ووئيل په ټاكنو كښې د ټګۍ او د اړي ګړي باوجود په ايوان كښې دننه روان عمل د جمهوريت حسن دے ٬ مونږ جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې ٬ ده ووئېل مونږ به د جمهوري عمل تسلسل لپاره مرسته كوو۔ زمونږ د قائد زوې مولانا اسد محمود د ھغوې په صورت كښې دلته موجود دې۔ د بلوچستان عوامی پارټۍ خالد مګسي سپيكر ته مباركي وركولو سره ووئيل مونږ له به د خپل ذات نه پرته د اولس مسئلو هوارولو ته پام لرنه كول وي
متعلقہ مضامین
-
Govt hikes price of petrol to Rs8.03 per litre
-
Dengue fever kills six more people in Punjab, toll rises to 59 this year
-
Comprehensive KP law on HIV/AIDs on the cards
-
Karachi private school’s registration suspended after hidden cameras found in washroom
-
Orphan Care Camp examines 300 children
-
Punjab CM extends contracts of ad hoc doctors
-
Resolution of Kashmir dispute a prerequisite for peace: PM
-
COVID- SSGC’s contribution acknowledged
-
Farrukh asks PML-N to stop shedding crocodile tears
-
No role of opposition in putting off parliament’s joint session, says Khursheed
-
‘Lal Haveli’ contemplating to launch scholarship program for higher education of women: Sh Rasheed
-
SHC cancels death sentence of accused in multiple murder case