اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) داخله چارو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن راجه خرم نواز وئيلي دي د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره به ټولو له كردار ادا كول وي٬ سياسي ګوندونه دې په اختلافات هېرولو د هېواد په سلامتيا كښې كردار ولوبوي۔ د زيارت په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل ټولو ته معلومه ده چې په سوات كښې چې كومه پېښه رامخې ته شوې او څه موده وړاندې د داسو ډيم ترهګرۍ پېښه شوې٬ بايد مونږ ټول د دې لعنت خاتمې لپاره كردار ولوبوٶ دغسې چې خپل هېواد مخ په وړاندې بوځوو۔ ده ووئيل په ماضي كښې هم د ترهګرۍ پېښې شوې ٬ پخوانۍ وزيراعظمه بېنظير بھټو هم شهيده كړې شوې٬ اتيا زره پاكستانو د ترهګرۍ په ضد قربانۍ وركړي چې پكښې د پاك پوځ ځوانان هم شامل دي ۔ ده ووئيل د قام په حېث به مونږ له د ترهګرۍ مقابله كول وي٬ كه پوځي عمليات كېږي نو بايد ټول قام ئې بشپړ ملاتړ وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په پاكستاني سياست كښې د مخالفت برائے مخالفت كلتور وده مومي٬ دلته تعميري تنقيد نه كېږي بلكې تنقيد برائے تنقيد كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف چې لكه څنګه پرون ٶئيلي دي ټولو سياسي ګوندونو له په ګډه مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده او ټولو سياسي ګوندونو له د اختلافات په هېرولو د هېواد سلامتيا لپاره كردار لوبول پكار دي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan’s population to double in next 30 years burdening its resources: Turner
-
PDM allies to discuss new political strategy in Lahore today: Gilani
-
Ehsaas Nashonuma disburses Rs310.81m, enrolls 99,190 beneficiaries
-
Barrick Gold to start work on $7bn Reko Diq project in Aug
-
Govt to prevent discrimination against religious minorities: Pirzada
-
‘Liar, hypocrite’ Imran stole polls: Marriyum
-
No plan to return to NA: Mazari
-
Sindh govt introduces automated system for payment of salaries, pensions
-
PMC initiates online portal for registration of aesthetic physicians, surgeons
-
Air quality healthy after rainfall in Capital
-
Pakistan sends relief goods to Afghanistan
-
PM pays ‘tribute’ to Zardari, Shujaat