مکه مکرمه۔11جون(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين وئيلي دي حاجيانو صاحبانو ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ د نهې په ورځ د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن او د مذهبي چارو سېكرټري ذوالفقار حېدر په مكه مكرمه كښې پاكستان حج مشن كښې د كمپلېنټ سېل ٬ خوراک ٬ استوګنې او د ټرانسپورټ پشمول د حاجيانو خذمت لپاره د جوړو كړے شوو ادارو دوره وكړه۔ په دې موقع ډائرېكټر جنرل حج مكه عبدالوهاب سومرو د مذهبي چارو وفاقي وزير او سېكرتري ته د بېلو څانګو د كاركردګۍ او تر دې دمه د پورته كړو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر په دې مهال هدايت وكړو چې د حاجيانو په خذمت كښې دې هېڅ كمے ونه كړے شي ولې چې حاجيان د پاك پروردګار مېلمانه دي او يوه مقدسه فريضه ادا كولو له حجاز مقدس ته راغلي۔ له دې كبله د دوي خذمت زمونږ قامي او مذهبي فريضه ده۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير پاكستانو حج كوؤنكو لپاره په پورته كړو ګامونو د اطمينان څرګندونه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
10 air quality index devices installed on capital highways
-
Eidul Azha a festival beyond sacrificing animals
-
President, PM remember Burhan Wani as a symbol of resistance
-
Seven more succumb to Covid as positivity reaches 3.2%
-
PM seeks summary for cut in fuel prices
-
Peshawaritis enjoy third day of Eid visiting parks, zoo
-
Growers demand increase in Virginia tobacco
-
IMF, Pakistan ‘finally reach’ staff-level agreement
-
PIA adds another plane to its fleet
-
US Embassy, NUST open new Lincoln Corner
-
Cabinet approves committee to mull filing treason case against PTI leadership
-
Judgment is ‘full of errors’: Fawad