بیجنګ ۔16مئی(اے پی پی) دوهم وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د زيارت په ورځ په بيجنګ كښې د عوامي جمهوريه چين د خزانې وزير لان فوآن سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې دوهم وزير اعظم اسحاق ډار او د چين د خزانې وزير په پاک چین مالیاتی او بېنکنګ څانګو كښې همكاري ستائلو سره دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د ”آل وېدر اسټرېټجک کوآپریټو پارټنرشپ“ مظهر وګرځولو۔ دوئي په خاص توګه د پاكستان او چين ترميځه بزنس ټو بزنس تړون په نظر كښې نيولو سره د مالي همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د چين د خزانې وزير د پاكستاني معيشت د مثبت رفتار ذكر كولو سره د پاكستان د اقتصادي ايجنډې ستائنه وكړه او د چين لخوا يۍ د مالي استحكام پياوړي جوړلو په هڅو كښې د پاكستان د ملاتړ دوامدار ساتلو لوظ پخلې وكړو۔ ده د پاكستان او چين ترمينځه په مالياتي او بېنكنګ څانګو كښې د همكارۍ په لا مضبوطولو كښې د خارجه وزير لوبولي رول هم وستائلو۔ په ملاقات كښې دوهم وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كاري راجلبولو له د ګورننس ٬ ريونيو او كاروبار كولو كښې آسانۍ رامخې ته كولو له د پاكستاني حكومت د اصلاحاتي ايجنډې ذكر وكړو۔ ده چين سره سرمايه كاري د پاكستان د ترجيح په توګه په ډاګه كړه۔ ده ووئيل دې مقصد لپاره چې كومې ترجيحي څانګې په ګوته كړی شوې په هغو كښې د كركيلې ٬ آئي ټي ٬ معدنيات او د تجديد وړ توان څانګې شامل دي۔
متعلقہ مضامین
-
Sindh LG polls to hold in two phases: ECP
-
Pakistan’s desire for peace not a sign of weakness: Shehbaz
-
Rawalpindi facing acute water shortage
-
PTI ready to discuss framework for next elections: Fawad
-
Nawaz, Shehbaz deeply attached to Kashmir cause: Marriyum
-
Farah Shah lauds Saudi Arabia’s highest award for COAS
-
LHC directs ECP to notify PTI members on reserved seats
-
Narcotics Control Ministry wants to recruit 10,000 personnel: NA informed
-
Talks with IMF likely to begin on 30th: Miftah
-
No IMF pressure, only commitments being honoured: Ayesha Ghous
-
‘Thori Life Thori Zindagi’ being screened for free in Murree
-
SC decides 1504 cases in June