ډيووس 18 جنوري د (اے پي پي) د پاكستان او دبئي حكومت د مواصلات٬رېلوے او سمندري چارو په څانګو كښې د مرستې لپاره په بين الحكومتي فريم ورك لوظ نامو لاس ليك كړے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم 54مې كلنې غونډې په موقع عرب امارات كښې د نېشنل لاجسټك كمپني”ډي پي ورلډ” ګروپ چيئرمېن او سي اي او سلطان احمد بن سليم ملاقات كړے۔وزيراعظم په پاكستان او متحده عرب امارات كښې د كاروباري ادارو ترمينځه رابطې او مرستې ته په وده وركولو د اطمينان څرګندونه كړی او د دې د اهميت ذكر ئې هم كړے۔وزيراعظم په پاكستان كښې خپلو كاروباري هلو ځلو ته پراختيا وركولو كښې د ډي پي ورلډ د خوښۍ لرلو هركلے كړے او كمپنۍ له ې د حكومت د ملاتر باور وركړو ۔پاكستان به د تجارت او صنعتي هلو ځلو محور په توګه خپل جغرافيائي او اقتصادي وژن څخه استفادې لپاره شراكتدارو ته آسانۍ وركوي۔د ملاقات نه پس وزيراعظم د مواصلات٬ريلويز او سمندري چارو وزارتونو او دبيئ حكومت ترمينځه مرستې لپاره د بين الحكومتي فريم ورك په لوظ نامه د لاس ليك په دستوره كښې ګډون كړے چې پكښې د دبئي حكومت لخوا ډي پي ورلډ نمائندګي كړې۔د لوظ نامو له مخې پاكستان كښې كوټلي فريټ كوريډور٬ملټي ماډل لاجسټك پارك او په رېلوے نيټ ورك د مالبردارۍ ټرمينلز جوړولو سره سره به ساحلي اقتصادي زون جوړول او پورټ قاسم كښې د نيوي ګيشن چينل ډریجنګ چارو له مرسته كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
Federal cabinet approves Election Amend Bill 2022
-
Overseas Pakistanis not being deprived of voting rights: Turi
-
Yasin punished to give political advantage to criminal Modi: Mushaal
-
PM emphasizes collective efforts for national security, development
-
28 oganizations win annual GDEIB awards
-
Audio tape exposes IK’s hypocrisy: PM
-
Kite string takes youth’s life in Lahore
-
Minister for energy monitors NESPAK working
-
Sherry to underline growing climate vulnerability at Stockholm +50
-
Govt taking steps to improve performance of Pak Railways: Senate informed
-
Pakistan’s stance on Kashmir unwavering, says NA speaker