اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي چې د پاك پوځ او حكومت لخوا د مظلوم فلسطيني ورونړو خوېندو مرستې لپاره د مرستې سامان څلورمه جوپه نزدې 20 ټنه سامان روان كړے شوے دے په كوم كښې چې د زمكيزو ضرورتونو له مخې سرجيكل/ طبي سامان او د اوچ خوراكي توكو سره سره د حفظان صحت كټس هم شامل دي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل پاكستاني حكومت تر دې دمه د غزه ځپلي اولس لپاره 220 ټنه د مرستې سامان لېږلے دے۔ ده ووئيل د فلسطيني اولس بشپړه ملاتړ كوؤ او په غزه كښې د عامو وګړو او په خاص توګه د مېرمنو او ماشومانو په ضد د اسرائيل لخوا روان بربريت ٬ ظلم او زياتې او د طاقت بې درېغه كارول د غندنې وړ دي كوم چې چرې هم قبلولے نه شي۔ ده ووئيل پاكستان د سوئيلي افريقا لخوا په نړيوال كورټ آف جسټس كښې د فلسطيني اولس د نسل كشۍ بشپړه ملاتړ اعلان كوي او پاكستان به تر هغه وخت فلسطيني اولس سره څنګ په څنګ ولاړ وي تر كومې چې دوئي ته يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست چې پلازمينه يۍ القدس شريف وي ترلاسه شوے نه وي۔ ده زياته كړه چې پاكستان به فلسطيني اولس د روان ظلم او زياتي په هره كچه غندنه كوي۔
متعلقہ مضامین
-
MNA Rashid Shafiq remanded in police custody for two days
-
Maryam to begin mass contact drive from today
-
Govt not to indulge in politics of revenge: Hamza
-
Brother kills sister over property dispute
-
Keep army out of politics in country’s best interest: ISPR
-
CCPO stresses timely investigation of cases on merit
-
FIA opens inquiry against journalist for ‘anti-state statements, videos’
-
Child murdered after rape in Gujranwala
-
General Statistics (Amendment) Ordinance-2022 laid in NA
-
Imran Khan not to be arrested for holding public rallies: Javed Latif
-
KP government takes Rs598,710 mln loan for projects: PA told
-
Delay in projects completion irks Balochistan CM