اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي قومي بچت ته فراډ ځپلې مېرمنې له 12 لكهه روپۍ سره د ګټې د بېرته وركولو امر سره د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد د مركزي قومی بچت ډائرېکټورېټ اپيل مسترد كړے دے۔ د ایوانِ صدر پرېس ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې پېنډۍ سره د تعلق لرونكې مېرمنې اکاؤنټ څخه د جعلي چېك بك د لارې 12 لکه روپۍ ويستلې شوې وې۔ صدر مملکت په خپله پرېكړه كښې ووئيل د مرکزی قومی بچت ډائرېکټورېټ معاملې مناسب پلټنيو له دې كېس اېف آئی اے ته ولېږلے شي او انكوائري څخه وروستو دې د فراډ په معامله كښې ككړو اهلكارو ته سزا وركړې شي۔ د تفصیلات له مخې عابدہ رفعت (شکایت كونكې) وفاقی محتسب ته شكايت وكړو چې زما پنشنرز بینیفټ اکاؤنټ څخه په كال 2019 كښې 12 لکه روپۍ د فراډ د لارې ويستلې شوي۔ د روپو راستنولو لپاره دې قومی بچت ته شكايت وكړو خو سمې پلټنې ونه كړې شوې۔ مېرمنې ته ووئيل شول چې د هغې لخوا كوم ثبوت وړاندې نه كړے شو۔ مېرمنې وفاقي محتسب سره رابطه وكړه او هغه دا معامله اېف آئي اے ته ولېږله۔ د دې په ضد قومی بچت صدر مملکت ته اپيل وكړو۔ صدر مملكت اپيل مسترد كولو سره د وفاقي محتسب پرېكړه په ځاے وساتله او مېرمنې له يۍ ياد شوے رقم سره د ګټې بېرته د وركولو هدايت وكړو
متعلقہ مضامین
-
IGP seeks report on two killings
-
Six drug-peddlers held with narcotics
-
Urs celebrations of Madhu Lal Hussain begin
-
ECP issues another notice to PM for ‘violating’ code of conduct
-
PTI all set to hold ‘power show’ in Islamabad today
-
Shehbaz urges people to topple PTI’s ‘corrupt’ govt
-
Arrangements finalized to set up Sasta Ramazan Bazaars
-
Crucial NA session on no-confidence motion will begin today
-
IHC bars ECP from action against PM
-
Lawmakers switching loyalties to change govt a joke: SC judge
-
Conspiracies hatched by PDM come to a logical end: Zartaj Gul
-
China to open Khunjrab Border on April 1: Razak Dawood